Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان کې مو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه ده ختمه شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/01

اسلامي امارت ګومان کاوه،چې د امریکا پر مشرۍ د  ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې ثبات راشي،خو د یوه کال له تېریدو وروسته دغه تحول معکوسه پایله درلوده.

د  اسلامي امارت او امریکا ترمنځ اړیکې کابل کې  القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د ساتنې او وژنې د ادعاء پرسر یوځل بیا بې باوره شوي دي.

اوس د امریکا دفاع وزیر لویید اسټین د اسلامي امارت له لوري د خپلواکۍ ورځې لومړۍ کلیزې ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده ختمه شوې.

هغه زیاته کړې:« موږ پوهیږو،چې اوس هم زموږ کار پای ته نه دی رسیدلی. موږ باید د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه تمرکز وکړو. موږ دا څو اونۍ وړاندې، د القاعده شبکې مشر چې د سپټمبر ۱۱مې نیټې پر مهال د اسامه بن لادن مرستیال وه، پر نښه کړ او همدا راز مو څو میاشتې وړاندې د داعش ډلې د مهمو غړیو پر ضد هم عملیات وکړل.»

خو کارپوهان وایي،د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته اسلامي امارت خپلو وګړو ته ان د لومړنیو حقونو په ورکړه کې پاتې راغلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه امیر ګران وايي:« د نړیوال ایتلاف ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان کې طالبان واکمن شول. طالبانو په دې یوه کال کې هغه کارونه،چې د افغانستان  خلکو ته یې کړی وی،هغه یې تر اوسه پورې متاسفانه نه دي کړي. د هغې جملې ډلې، تر اوسه پورې یې حکومت نه دی جوړ کړی،حکومت دې ته وايي، چې د ولس او هغه څوک چې د حکومت والۍ دعوه کوي، د هغوی په منځ کې یو ټولنیز ټړون رامنځته شي.» 

له دې سره د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا په دې باور دی،چې اسلامي امارت او واشنګټن باید د تفاهم او تعامل پربنسټ خپلې ستونزې حل کړي او د دې لپاره ښه ده،چې خرابې اړیکې له سره ورغول شي.

په ورته وخت کې اکبر اغا وايي، له امریکا یې غوښتنه دا ده،چې کابل کې د د اسلامي امارت حکومت ومني.

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا حسن اخوند هم د خپلواکۍ په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، ټولو بهرنیو سره تفاهم او تعامل غواړي او دوی سره دې ستونزې پر همدې بنسټ حل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist