Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا دفاع وزارت: د تخلیې پروسې پر مهال کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید د مخنېوي وړ نه و

د امریکا دفاع وزارت: د تخلیې پروسې پر مهال کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید د مخنېوي وړ نه و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/17

د امریکا دفاع وزارت او د دې هېواد مرکزي قوماندانۍ ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د تخلیې پروسې پر مهال، د کابل هوايي ډګر ختیځې دروازې مخې ته د داعش ډلې د ځانمرګي برید په تړاو نوي جزئیات خپاره کړي دي.

په دې جزئیاتو کې د بریدګر نوم عبدالرحمن اللوګری یاد شوی او ویل شوي چې نوموړی له ۲۰۱۶ز کال څخه داعش ډلې سره یوځای شوی و او د زندانونو د ماتېدو پرمهال له زندانه ازاد شوی و.

دامریکا دفاع وزات له لوري په تازه جزئیاتو کې راغلي چې دغه برید له مخکې د مخنیوي وړ نه و او د بریدګر د لیدلو په تړاو هلته د حاضرو امریکايي سرتېرو ادعاوې هم رد شوي.

یاد وزارت زیاته کړې:« ارزونه تائیدوي چې بریدګر د داعش خراسان ډلې اړوند ځانمرګی بریدګر و. د ارزونې او بیاکتنې ډلې غړو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دغه برید په تکتیکي لحاظ له ترسره کېدو وړاندې د مخنیوي وړ نه و.»

د برید په تړاو لومړۍ ارزونه د ۲۰۲۱ز کال نومبر میاشت کې بشپړه شوه او له هغې وروسته په دې تړاو نهايي ارزونه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۶مه بشپړه شوې چې په دې موده کې یې له ګڼو امریکايي سرتېرو سره د پېښې په تړاو مرکې شوي دي.

په ورته مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ارزونې موندنې هم ښيي، چې برید د مخنیوي وړ نه و او نه هم هلته د هغو سرتېرو له لوري لیدل شوی چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره په خبرو کې د بریدګر د لیدلو ویلي وو.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې:« د کابل په هوايي ډګر کې ترهګریز برید د مخنیوي وړ نه و… . ځانمرګی بریدګر له برید وړاندې د خلکو په منځ کې نه و پېژندل شوی او نه هم سرتېرو دا فرصت درلود چې بریدګر ښکېل کړي.»

بل پلو د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي که امریکا اوس غواړي د دې پېښې ملامتیا له ځانه لري کړي خو د ورځې په پای کې یې اصلي مسوولیت دغه هېواد ته ورګرځي.

دوی په بېباک ډول او له هر راز مصونیت پرته د تخلیې پر پروسې سخته نیوکه لري چې له امله یې ډېری کسان د مرګ ګواښ سره مخ شول.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« دغه ډول وتل ، د امریکا سیاسي مشرتابه د حماقت ترکچې د هغوی بېباکي ثابتوي او د هغوی د تصمیم غلطي ثابتوي، له دې امله نه امریکايي سرتېری په دې خبره کې ملامت دی، نه کوم بل څوک، نه طالبان ملامت دي او نه د افغانستان حکومت، د امریکا پوځي مشرتابه په دې خبره کې ملامت ده.»

»

په دې ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په ۲۶ مه د کابل هوايي ډګر ختیځې دروازې مخې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ترسره شو، ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا درې سوه افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واووښته چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist