Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له قطري چارواکو او افغانانو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/24

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکین قطر ته په سفر تللی او هلته یې له هغو افغانانو سره  لیدلي چې د تخلیې پروسې له لارې د قطر پنډغالو ته لېږدول شوي دي.

دغه راز بلینکین له قطري چارواکو سره هم لېدنه کړې ده .

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، قطر ته  د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر موخه داده،چې قطر د افغانستان په مسله کې خپل رول ولوبوي او  دقطر پروسه له سره پیل شي.

دوی وايي، امریکا غواړي، له اسلامي امارت سره پر ګډه د ټولګډونه په نوم حکومت رامنځته کړي،چې د میرمنو د کار او نجونو زده کړو حقوق په کې خوندي وي.

دغه راز دوی وايي،په ټوله کې واشنګټن په دې لټه کې دی،چې د افغانستان اوسني وضیعت د حل لارې پیدا کولو لپاره د دوحې تړون په بشپړ ډول پلی کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« امریکا غواړي،چې قطر خپل رول د افغانستان په مسله کې ولوبوي،ترڅو له طالبانو سره پر ګډه یو ټولګډونه حکومت او د میرمنو او  نجونو د حقوقو د ترلاسه کولو او په لویه کې د افغانستان د کشالې لپاره د سیاسي حل پیدا کولو او د دوحې د تړون دعملي کیدو په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي،  بلینکین به هڅه وکړي،چې د قطر پروسه له سره شروع شي.»

ځینې نور بیا وايي، دوحې ته د دغه امریکایی چارواکي سفر ستراتیژېکې موخې لري او اوس افغان لوري ته په کار ده،چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره له واشنګټن سره خبرې پیل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر قطر ته ستراتیژیک اهداف لري،له بل لوري د افغانستان ملي منافع دا حکم کوي،چې موږ باید له امریکا سره د خبرو اترو لړۍ شروع کړو او دا کولی شي،چې افغانستان له سیاسي او اقتصادی نړیوالې انزوا وباسي او افغانستان هم له هرې نیابتي جګړې وژغوري.» 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي بیا وايي، د دغه سفر یوه موخه سیمه ییز مسایل دي،چې د امریکا سیاست یې تعقیبوي، خو د افغانستان په تړاو به هم قطر کې خبرې وشي.

څارونکي وايي،کابل او واشنګټن ترمنځ فاصلې راکمې شوي، په سیاسي او اقتصادي برخو کې به همکارۍ موجودې وي،خو په رسمیت به یې ونه پیژني. 

فاطمي زیاتوي:« د بلینکین سفر موخه د سیمه ییزو مسایلو او همداراز له قطر سره به د  افغانستان په تړاو خبرې وکړي او د کابل او واشنګټن ترمنځ فاصلې په کمیدو کې دي، په رسمیت به یې ونه پيژني،خو اقتصادي مرستې او سیاسي همکاري به وي.»

شنونکي وايي، قطر په سیمه کې د امریکا د پالیسو پلی کوونکی هېواد دی او همداراز له افغان اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري،چې پر همدې اساس دوحې ته د امریکایي چارواکو سفرونه مهم یادیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist