Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا اسلامي اړیکو شورا: امریکا کې د لنډمهال لپاره د مېشتو افغان کډوالو شړلو پرېکړه ژوند ګواښونکې ده

د امریکا اسلامي اړیکو شورا: امریکا کې د لنډمهال لپاره د مېشتو افغان کډوالو شړلو پرېکړه ژوند ګواښونکې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

د امریکا کورني امنیت وزارت تېره جمعه له دې هېواده د هغو ۱۴زره او ۶۰۰ افغانانو د ډېپورټ کولو خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې د لنډ مهال لپاره مېشت کړای شوی وو.

 دا هغه کډوال دي چې په تېرو شاخوا څلورو کالو کې د لنډمهاله مېشتېدنې لپاره دې هېواد ته ورغلي وو، خو د امریکا د حکومت دا پرېکړه په کور دننه له نیوکو سره مخ شوې.

په امریکا کې د اسلامي اړیکو شورا په یوه خبرپاڼه کې د لنډمهاله خوندیتوب طرحې (ټي‌.پي‌.اېس) پای ته رسولو پرېکړه له اخلاقي او بشري مکلفیتونو سره خیانت بللی.

خبرپاڼه کې ویل وشوې، د یادې پرېکړې عملي کېدل د هغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کولی شي چې د امنیتي او ګڼو نورو ستونزو له امله امریکا ته کډه شوي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « افغانانو او کامرونیانو ته د لنډمهاله خوندیتوب طرحې پای ته رسول د کډوالو ضد د ټرمپ ادارې د اجنډا ظالمانه او ګواښونکي پراخول دي او زموږ اخلاقي او بشري مکلفیتونو ته شرموونکی خیانت دی. دغه کسان د جګړې، څارنې او بې ‌ثباته حالت څخه تېښتې ته اړ شوي چې د ګڼو هغو ژوند په تېر کې له امریکا د ملاتړ له کبله په خطر کې دی.»

د امریکايي اسلامي اړیکو شورا دغه پرېکړه د کډوالۍ ضد پالیسي ګڼي چې په خبره یې کولی شي د امریکا د حکومت پر هغو ژمنو بارو له منځه یوسي چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې کړې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « دغه پرېکړه به د کورنیو د جلا کېدو لامل شي او خلک به څنډې تللو ته اړ کړي. د دې ترڅنګ د لنډمهاله خوندیتوب طرحه ښايي د ځینو هغو لپاره د بېرته اړولو د ساتنې یوازینۍ غوراوی وي. دا د ټرمپ ادارې هغه بل مثال دی چې په موږ کې د اړمنو هدف ګرځولو لپاره د کډوالۍ له پالیسۍ کار اخلي. ورته پرېکړې زموږ په ټولنه کې وېره خپروي او د بشري حقونو ساتنې په برخه کې زموږ د حکومت پر ژمنو باور له منځه وړي.»

د دې پرېکړې له مخې ۱۴زره او ۶۰۰ سوه افغان کډوال اړ دي چې له امریکا څخه د جبري ایستنې وړاندې له امریکا څخه د باندې ځان ته د اوسېدلو زمینه برابره کړي.

لنډمهال کډوالو ته د امریکا د حکومت دغه طرحه څو لسیزې وړاندې قانوني شوې او د شپږو تر اتلسو میاشتو د هغو کډوالو لپاره ده چې د جګړې، بشري حقونو او طبیعي پېښو له کبله اغېزمن شوي وي.

د کډوالو د حقونو مدافع علیرضا کریمي وايي: « د دې ملاتړ پای نا عادلانه او اندېښمنوونکی دی. امریکا باید د افغان کډوالو په اړه خپل اخلاقي مسوولیت ومني.»       

د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرېسټي نووم ویلي، په افغانستان او کامرون کې چې کډوال یې له ورته برخلیک سره مخ دي، وضعیت ښه دی او تر دې ورهاخوا د لنډمهاله خوندیتوب طرحې غځولو شرایط نه لري.

د کډوالو د حقونو چارو فعالان بیا د قانوني حللارو له مخې دغو کډوالو ته د مېشتېدنې د اسنادو پر ورکړې ټینګار لري.

د کډوالو د حقونو چارو فعال عبدالرازق عدیل وايي: «  د امریکا د حکومت دغه پرېکړه د مهاجرت ضد سیاستونو د شدید نښه ده او د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. له انساني پلوه د هغو کسانو شړل چې له جګړو او نا امنیو تښتېدلي، نه یوازې د امریکا اخلاقي ژمنتوب تر پوښتنې لاندې راولي بلکې ښايي افغانستان کې هم د لا پراخو بحرانونو سبب شي. با ثباته حل لاره د افغانستان عیني واقعیتونو ته په کتو د دغو کسانو د دایمي استوګنې لپاره د قانوني لارو موندل ده.»  

د کډوالو د ایستنې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال مطرح شوې چې نوموړي واک ته له رسېدو سره سم په تېره جنورۍ میاشت کې د ریکارډ تر کچې د غیر قانوني کډوالو د اېستنې ژمنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist