Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې مشر د انتوني بلینکن احضاریه لاسلیک کړه

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې مشر د انتوني بلینکن احضاریه لاسلیک کړه

shamshadnews by shamshadnews
2023/03/29

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې ۳۱ نیټه  ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.

دا چې  ډېری امریکایانو ته دا پریکړه د منلو وړ نه وه،نو جمهوري غوښتونکو بار بار د ولسمشر جو بایډن له  ادارې په دې تړاو د وضاحت غوښتنه کړې او لا هم د اسنادو په لټه کې دي.

په وروستي ځل د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې او د کانګریس اوسني مشر له بهرنیو چارو وزارت څخه، له افغاانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو د ټولو اسنادو غوښتنه وکړه او انتوني بلینکن ته یې دوه ورځې وخت ورکړ،چې په دې تړاو جرګې ته اسناد وړاندې کړي.

جرګې د اسنادو نه سپارلو په صورت کې د احضارولو ګواښ کړی و،چې تازه یې د احضارولو پرېکړه لاسلیک شوه.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي:« دا کمیټه د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې واک لري،چې د بهرنیو چارو وزارت نظارت وکړي. موږ په ګډه د یوې ټولیزې زمینې موندلو لپاره هڅې کړي، ترڅو وکولی شو د معلوماتو دا مهمه برخه وګورو. خو له بده مرغه، انتوني بلېنکن دې برخه کې د  ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه،چې زه یې اړ کړم،د دې کمیټې د مشر په توګه خپله لومړۍ فرعي احضاریه صادره کړم.»

مایکل مک کال ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ځوابونو ورکول د ټولو امریکایانو حق دی او قانون ته په درناوي باید دې احضاریې ته غاړه کېښودل شي.

هغه زیاته کړې:«د امریکا خلک د ځوابونو مستحق دي،چې دا تراژیدي څنګه رامنځته شوه او ولې ۱۳ امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د بهرنیو چارو وزارت څخه تمه لرو،چې قانون تعقیب او په ښه نیت سره دې فرعي احضار ته غاړه کیږدي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو کلیدي او اړین اسناد لري،چې د دې وزارت د کارمندانو له خوا بلینکن ته له وتلو وړاندې استول شوي دي،نو ځکه یې جدي غوښتنه کیږي.

له  سخت ټېنګار سره سره انټوني بلینکن تر دې دمه دې برخه کې همکاري نه کوي او نه یې احضار ته کوم غبرګون ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist