Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

د امریکا ادعا؛ افغانستان کې په سیسټماټیک ډول له ټولنې د ښځو حذفولو هڅې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې په سیسټماټیک ډول هڅه روانه ده چې د ټولنې نیمایي قشر یا ښځې له ټولنې حذف یا لرې شي.

دغه وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي، د بشري حقونو نقض په لړ کې د ښځو او نجونو حقونه په لوړه کچه تر پښو لاندې شوې دي.

په دې ۲۰ مخیز راپور کې اشاره شوې چې افغان میرمنې او نجونې له زدکړو او کار راګرځول شوي او دا څه یې له ټولنې د حذف یا لرې کولو په مانا ده.

 په راپور کې دغه راز دا ادعا هم شوې چې سرپرست حکومت په لوی لاس هڅه کوي، څو ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو بې‌برخې کړي.

د راپور یوه برخه:« د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د پام وړ او په څرګنده ډول شاتګ شوی؛ ځکه داسې فرمانونه صادر شوې چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو راوګرځوي. لکه د زده کړو، کار او تګ راتګ ازادۍ یې نورې هم ور محدودې کړې دي. دې فرمانونو ښځې عملاً له عامه ژوند حذف یا لرې کړې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې همدارنګه ویل شوي چې سرپرست حکومت د راستنېدونکو افغانانو لپاره یو څه مرستې برابرې کړې دي.

 خو په راپور کې د هغو افغانانو په تړاو څه نه دي ويل شوي چې په کوردننه بې‌ځایه شوي دي.

د راپور یوه برخه:« طالبانو افغان کډوالو ته یوازې محدودې مرستې برابرې کړې دي. په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له پاکستانه بېرته راستانه شوي دي. دغو کډوالو ته نغدي مرستې او د ټېلېفون سیمکارتونه ورکړل شوي، خو نړیوال سازمانونه بیا په کوردننه د بې‌ځايه شوو په اړه له څېړنو راګرځول شوي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان وضعیت په پرله پسې ډول وڅاري او د افغانانو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړ وکړي.

که څه هم سرپرست حکومت د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې تازه خپاره کړې راپور په تړاو څه نه وایي، خو په تېر کې یې دا ډول راپورونه بې‌بنسټه بللي.

د نړیوالو چارو شنونکي بیا وایي، د امریکایي لوري دا ډول راپورونه د کابل او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماټیک ډګر بې‌خونده کولی شي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحمد فقیري وايي:« په دې راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې له کارونو محرومې شوې، له ښوونځېو محرومې شوې، بد چلن ورسره کېږي، غیر انساني چلن ورسره کېږٍي او له بېلابېلو سانسورونو او ستونزو سره مخ دي. زه فکر کوم چې دا به د افغانستان پرعمومي ډېپلوماتیکه برخه باندې منفي اثر ولري.»

یو شمېر نور د چارو څارونکي بیا د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور او دې هېواد ته د پاکستان د پوځ لوی درستز عاصم منیر سفر ته په اشارې وایي، داسې ښکاري چې امریکا په سیمه کې نویو سیاستونو ته لار پرانیزي او ښایي دا څه د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ د سیاسي تعامل لاره ډپ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« په وروستیو کې  د امریکا څرګندونې، له پاکستان سره د دوی تګ راتګ دا  مالومېږي چې دوی په سیمه کې برنامه لري، ځکه امریکا او متحدین یې غواړي چې پر روسیې، شمالي کوریا، چین او هند باندې فشار وارد کړي.»  

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له کلني راپور دوې ورځې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې پر اوسني بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

ملګرو‌ ملتونو ویلي و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په شاوخوا څلورو کلونو کې ښځې او نجونې له خپلو حقونو او وقاره محرومې کړای شوي دي او دا وضعیت د نورمالېدو یا عادي کېدو له خطر سره مخ دی.

د اسلامي امارت چارواکو بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړ او بې بنسټه یې وباله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist