Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امريکا د پوځ لوی درستيز: له افغانستان مو ځواکونه په مشروط ډول وباسو

admin by admin
2020/10/12

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وېستلو برخه کې امريکايي چارواکي ضد او نقيضې څرګندونې کوي، ولسمشر يې ژر وېستل غواړي او نظامي چارواکي يې بيا د مسولانه وتلو خبره کوي.

تازه د امريکا د پوځ لوی درستيز مارک مېلي له ان پي ار راډيو سره په يوه مرکه کې ويلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو بهر کولو لپاره يو لړ پلانونه لري، چې ولسمشر ټرمپ سره یې هم شريک کړي دي.

د امريکا د پوځ لوی درستيز مارک مېلي وایي، ((موږ یو پلان لرو، د وتلو د مسولانه انتخاب لړۍ چې ولسمشر ته یې په اړه لنډیز ورکړل شوی. زه د راتلونکي لپاره مشخص شمېر ته نه ځم ، مګر موږ مسؤلیت لرونکی پلان لرو چې د امریکا ګټې پکې په روښانه توګه په پام کې نيول شوي او جګړه پای ته ورسوو.))

مارک مېلي دغه راز ويلي چې له افغانستان يې وتل په مشروط ډول دي او دوی له طالبانو سره شوې هوکړه له نږدې څاري.

نوموړي ویلي، (( که تاسو د فبروري ۲۸ نېټې هوکړه ليک ته زير شئ، یو شرط يې د بين افغاني خبرو پيل و، چې اوس مهال روانې دي، چې مهم ده. په امريکايي ځواکونو د بريدنو نه کول دي، په لويو ښارونو کې له بريدنو ډډه کول، القاعده سره اړيکې پرې کول او دې ته ورته نور شرطونه، چې موږ يې له نږدې څارو. د نطاميانو په توګه غوره نظامي مشورې له ولسمشر سره شريکوو، نو هغه کولی شي چې په دې اړه اګاهانه او له مسووليت ډکه پرېکړه وکړي.))

مارک مېلي دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره اوونۍ له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتېرو د ويستلو خبره کړې وه، چې ناټو يې هم په ځواب کې غبر ګون وښود او وې ویل چې ناټو خپل سرتیري شرایطو ته په کتو وباسي او د ځواکونو د وتلو په تړاو به هره پرېکړه په ګډه نیول کېږي.

له دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوېټر لیکي وه چې له افغانستانه به ټول پاتې ځواکونه د مسيحيانو له اختر کرېسمېس مخکې وباسي.

د امريکا ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين هم ويلي وو چې د نوي کال پورې به افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر دوه نيم زرو ته راکم کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist