Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امام ابوحنیفه نندارتون ګډونوالې: د لاسي صنایعو خرڅلاو د تېر په پرتله ښه شوی

د امام ابوحنیفه نندارتون ګډونوالې: د لاسي صنایعو خرڅلاو د تېر په پرتله ښه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل ښار کې د خلکو پرمخ پرانیستی دی.

 په دې نندارتون کې شاوخوا ۷۰۰ غرفې اېښودل شوې چې ۴۰۰ يي کورنيو پانګوالو او ۳۰۰ يې بهرنیو پانګوالو ته ځانګړې دي.

نندارتون کې هم د تېر په شان ښځو ته ځانګړې غرفې ورکړل شوې او خپل لاسي صنایع او تولیدات يې په کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نندارتون ګډون کوونکې متشبثې ښځې وايي، د تېرو نندارتونونو پرتله يې په دې نندارتون کې د لاسي صنايعو خرڅلاو ښه شوی او خلک د دوی په لاس جوړو شویو توليداتو سره آشنا شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې ورته نندارتونونه دې ولایتونو کې هم جوړ شي.

د نندارتون یوه ګډون کوونکې متشبثه  وايي: « ما له دې وړاندې احمد شاه بابا مېنه یا ارزان قیمت کې کار کاوه او هلته خلکو پېژندلم؛ خو نندارتون کې له ګډون وروسته مې اوس ټول افغانستان جوړ کړي توکي پېژني. پلرونکو او دوکاندارانو زموږ آدرس واخیست او د پېرلو ژمنه یې وکړه.»

د نندارتون یوه بله ګډونواله هم ورته خبره کوي او وايي: « نندارتون زموږ پر خرڅلاو ډېر زیات اغېز وکړ. ډېرو زموږ جوړې جامې واخیستې او ډېرو نورو قراردادونه وکړل. له حکومت  غوښتنه کوو چې دغه ډول نندارتونونه لا ډېر کړي.»

ورته مهال، یو شمېر نورې متشبثې ښځې وايي، سرپرست حکومت دې ښځو ته زمینه برابره کړي چې وکولی شي له هېواده بهر جوړېدونکو نندارتونونو کې هم خپل لاسې صنایع نندارې ته وړاندې کړي.

دوی همدارنګه له نورو ښځو هم غواړي چې کوچیني کاروبارونه پيل کړي، ترڅو يې اقتصاد پر پښو ودرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist