Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

د افغان کډوالو پر سر د بحث لپاره امريکايي پلاوی په رسمي سفر پاکستان ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/05

ټاکل شوې ده د کډوالو په چارو کې د امریکا  بهرنیو چارو وزیر مرستیالې جولیتا والس نویس پر مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په دې څلور ورځني رسمي سفر کې چې د نن پیل کېږي د نورو ګڼو مسائلو ترڅنګ به، د راستنېدونکو افغان کډوالو سربېره د هغو افغانانو د برخلیک پر سر خبرې وشي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دې هېواد کې امریکا ته د تلو په تمه دي.

یاد وزارت زیاتوي:« د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د خوندیتابه، د امنیت په تړاو خبرې وکړي چې امریکا ته د تګ لپاره په دې هېواد کې په لنډمهالي ډول مېشت دي.»

د پاکستان اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، له دې سفر وروسته به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او له دې دوه ورځې وروسته به  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې جولیتا والس نویس، مرستیاله الیزابت هورسټ د ډسمبر پر نهمه نېټه دې هېواد ته سفر وکړي.

یادې ورځپاڼې د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي،  د ټوماس وېسټ په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړونده امنیتي مسایلو خبرې اترې وشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وايي:« پاکستان او امریکا د اړوند ګڼو موضوعاتو په تړاو خپلو سلامشورو ته دوام ورکوي. د سلا مشورو ترڅنګ به ګڼې لېدنې هم ترسره شي. د دې لېدنو په لړ کې به پر ګڼو موضوعاتو خبرې وشي چې د افغانستان موضوع هم د بحث اجنډا جوړوي.»

 د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفر او هلته د افغان کډوالو او اړونده مسائلو پر سر خبرې، له دې کبله  مهمې ګڼي چې ښایي ورسره پاکستاني چارواکي له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه له سره کتنې ته اړ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« پاکستان ته د امریکايي ډيپلوماټانو سفر چې هغه به هم د کډوالو پر مسلې راڅرخي، زه فکر کوم چې دا یو مثبت ګام دی، په تېره بیا د هغو کډوالو لپاره چې امریکا ته د راتګ نیت لري او په پاکستان کې بند پاتې دي.»

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو چارواکو سفر او د افغان کډوالو د برخلیک پر سر خبرې داسې مهال دي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته شااوخوا ۲۵زره افغانان چې په کې خبریالان، د مدني ټولنو غړي او عام افغانان دي امریکا ته د تلو لپاره شېبې شمېري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist