Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/07

په داسې حال کې چې پاکستان په خپله خاوره او خيبرپښتونخوا کې لا هم له مېشتو افغانانو سره ناسم چلن او زور زیاتی روان ساتلی، پر وړاندې يې د افغانانو اعتراضونه هم تاوده شوي.

د افغان کډوالو يوې شورا دغه چلن غير انساني بللی او زياته کړې يې ده چې دې وضعيت په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د مېشتو افغانانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کړی.

په جلاوطنۍ کې د افغانانو  عالي شورا ویلي: «که دا نن د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټونه د دې انساني فاجعې پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو د بشري حقونو او انسانيت دفاع لپاره هېڅ مشروعيت نه پاتې کېږي.»

بله خوا، د کډوالو حقونو مدافعان په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناسم چلن او له زور زیاتي ډک وضعیت اندېښمن کړي او پر وړاندې يې د نړيوالو چوپتيا د پاکستان له عمل سره همکاري يادوي.

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « د ملګرو ملتونو چوپتیا تر ډېره له اجرایي کمزورتیا، حقوقي محدودیتونو او سیاسي ملاحظاتو سرچینه اخله نه له بشپړې بې پروايۍ. له بده مرغه ملګري ملتونه اوسمهال له انسداد سره مخ دي؛ دوی له یوې خوا پوهېږي چې د افغانستان په څېر یوه ځای ته د کډوالو جبري ستنول چې له لوږې او بې سرپناهۍ سره مخامخ کېږي، د انساني اصولو خلاف عمل دی، خو له بلې خوا له دې عمل څخه د پاکستان منع کولو لپاره هېڅ ډول نظامي یا اقتصادي وسیله نه لري.»

د کډوالو حقونو مدافع نظرمحمد نظري وايي: « د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو عالي شورا په څېر نړیوال بنسټونه باید بېړنۍ او انساني مرستې چمتو کړي او ترڅنګ یې باید نړیواله ټولنه د ډېپلوماټیک فشار له لارې پاکستان د کډوالو حقونو رعایتونو ته مجبور کړي.»

پاکستان او پښتونخوا مېشت افغانان هم شکايت کوي چې ورځ تر بلې پرې د ژوند کړۍ را تنګېږي او ان په دې وروستيو کې د ژوند لومړنيو خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

پاکستان مېشت افغان مجاهد شينواری وايي: « د پاکستان پولیس او د افغان کډوالو کارځایونو ته ورځي او مهرلاک کوي یې. همدارنګه په لارو، کوڅو او بازارونو کې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ادامه لري. دلته پراته افغانان له لویې پرېښانۍ سره مخ دي.»

پاکستان په داسې حال کې له افغان کډوالو سره چلن لا سخت کړی چې پر افغانستان د تېري له امله يې له کابل سره اړيکي په خورا ترينګلي وضعيت کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist