Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان ځواکونو پر ملاتړ د تکبير نعرې، له هرات پېل او نورو ولايتونو کې دوام کوي

admin by admin
2021/08/03

پرون شپه هرات ښاريان لارو او کوڅو ته  وتلي ول او د الله اکبر پر نعرو سره يې د افغان ځواکونو ننګه کوله.

دوی وايي، د الله اکبر له نعرو سره یې د وېرې سکوت مات کړ او  افغان ځواکونو د خلکو له نعرو سره مورال واخېست. 

دوی زیاتوي، زړو او ځوانانو د الله اکبر په وېلو سره له افغان ځواکونو سره خواخوږي او له جنګه کرکه وښوده.

افغان  ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «طالب دې پوه شي چې دا خاوره تل په الله اکبر درېدلې، الله اکبر دوی ته څوک نه ورکوي. د دوی کار فتنه، فساد او وژنه ده.»

یو شمېر ښوونکي وايي، په افغانانو تل خپلې ليکې او صفونه پر همدې نعره منظمې کړي او مقابل لوري ته يې د يووالي قوت ښودلی دی.

یو تن ښوونکی وايي: «افغانانو همېشه په همدې نعره لوی لوی قدرتونه مات کړي دي.»

ښوونکی: «د الله اکبر نعره زياته مهمه ده، چې خلک خبر شي، پاڅېږي او يو غږ پورته کړي، ترڅو له دې وضعيت خلاص شو.»

په نورو ولايتونو کې هم د شپې له خوا په يو غږ د الله اکبر نعرو پورته کېدو ویل شوي او فعالانو په خواله رسنيو کې فعاليت پېل کړی دی. 

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي: «له خاورې ساتنه لوی اجر او سعادت لري. د هرات په مبارزينو زرځله درود چې د الله اکبر نعرې په ويلو سره يې دا خنجر د دښمن په زړه کې ننويست.»

د مشرانو جرګې مشر  فضل هادي مسلميار وايي: «د هرات مجاهدو او غيورو ولسونو بيګاه شپه د ملي امنيتي ځواکونو پر ملاتړ د الله اکبر خوږې نعرې زمزمه کړې. زه د هراتيانو دغه وياړلی او تاريخي ګام ستايم.»

په خواله رسنيو کې نږدې هره ليکنه کې الله اکبر ليکل شوی او يادونه شوې، چې نورو ولايتونو کې به دا ټول پاڅون کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «د تکبير هدف دا دی، چې له دې وضعيت خلاص شو او  بايد يو لاس شوو.»

د کابل ښار اوسېدونکی: «اوسنی وضعيت د بې اتفاقۍ له کبله راغلی دی، ترڅو چې پراتفاق نه شو، له دې وضعيت نه شو وتلی.»

د الله اکبر شعار لپاره خواله رسنيو کې ويډیوګانې هم جوړې شوي او دا پاڅون د افغان ځواکونو او روانه جګړه کې د یو منظم صف د يووالي لپاره مهم ياد شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist