Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان مخورو ښځو بنسټ: له اسلامي امارت بشپړ ملاتړ کوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/18

 په کابل کې د  دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۲۶ مه» د افغان مخورو ښځو بنسټ ناسته کې ګډونوالو ښځو وویل، د ا سلامي امارت برخه دي او بشپړ ملاتړ یې کوي. 

دوی وایي، تپل شوي حکومتونه او غلامي نه قبلوي او نه چاته اجازه ورکوي،چې د خپلو ګټو لپاره افغان ښځې وسیله وګرځوي.

د افغان مخورو ښځو بنسټ مشره تاجوره کاکړ وايي:« نړې دې پوه شي،چې موږ له اسلامي امارت ملاتړ کوو او د اسلامي امارت په بدنه کې ښځې شتونه لري. افغان ښځې یې ملاتړ کوي، ښه به دا وي، چې نړۍ هم پوه شي.» 

د افغان مخورو ښځو بنسټ وایي، که امریکا او نوره نړۍ ریښتیا هم ځانونه د بشر حقونو ته ژمن بولي، نو ولې یې د خپلو بندیزونو له امله شااوخوا ۴۰ میلیونه افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هڅو هرکلی او مننه وکړه،چې غواړي د افغانستان کنګل کړې شتمني خوشې شي.

د افغان مخورو ښځو بنسټ مشره تاجوره کاکړ وايي:« دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګام پورته کړی او غواړي،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې شي، موږ یې د دې کار ملاتړ او هرکلی کوو.» 

په ورته وخت کې کاکړ له اسلامي امارته وغوښتل،چې د ښځو چارو وزارت بېرته فعال کړي، تر شپږم ټولګیو دې ټولو ښوونځیو ته ښځینه ښوونکي وګوماري، په پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کې ښځې د مرستیالې په توګه وګوماري او د کونډو برخه دې د شهیدیانو وزارت څخه جدا او ښځو چارو وزارت پورې اړوند کړي.

کاکړ زیاته کړه:« غواړو چې د ښځو چارو وزارت بېرته فعال او ښځو ته وسپاري،چې افغان ښځې مشخص ادرس ولري او خپلې ستونزې او وړاندیزونه له دې لارې اسلامي امارت سره شریک کړي.» 

اخوا د یاد بنسټ یو شمېر نورې غړې وايې، په تیر حکومت کې د  ښځو حقونو خبره نمایشي وه او همېشه یې په نوم پروژې جوړې شوي،چې په میلیونونو ډالر حیف ومیل شوي دي.

دوی ادعا کوي،چې اوس هم افغانستان کې د ښځو حقوقو په نوم سوړ جنګ روان دی، غلط  ذهنیتونه خپرېږي او د پردیو د ګټو لپاره له افغان ښځو استفاده کېږي.

د افغان مخورو ښځو بنسټ غړې مژګان یوسفزۍ وايي:« جیبونه یې د ښځو حقونو په نوم ډک کړل او هغه څه یې پر موږ تحمیلول،چې زموږ له دین او افغاني ارزښتونو سره یې سمون نه درلود او په ټولنه کې یې منفي پایله درلوده او هره ورځ د امن کورونه له هغو ښځو ډکېدل چې تاوتریخوالی ورسره کېده.»

د افغان مخورو ښځو بنسټ یوه بله غړې زرغونه وردک بیا وايي:« په هغه وخت کې چې په ملیاردونه ډالر د ښځو حقوقو په نوم اېستل کېدل او شخصي جیبونو ته تلل،هغه د افغان ښځو په درد نه دوا کېدل، په لرې پرتو سیمو کې افغان ښځې بې وسیلې وې، خو کابل او نورو ښارونو کې بیا زیات بې ځایه لګښتونه کېدل.» 

په ټوله کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ښځو ته د کار کولو او زده کړو حق ورکول یې نورې غوښتنې وې او له نورو ښځو یې وغوښتل،چې اسلامي او افغاني حجاب او کلتور ته دې په سپکه نه ګوري او نه د ټولو ښځو استازولي کولی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist