Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان سینما لوبغاړي: له نامالوم برخلیک سره مخ یو 

admin by admin
2021/10/20

د افغانستان سینما یو شمېر لوبغاړي وایي،له سیاسي بدلون سره یې هر څه له لاسه ورکړل، فعالیت یې بې برخلیکه شوی او نه پوهېږي،چې څه وکړي.

د سینما دغه لوبغاړي له نړیوالو غواړي،چې د هنر ژوندي ساتلو لپاره یې لاسنیوی وکړي او دوی یوازې پرېنږدي.

د سینما لوبغاړی نقیب الله شجاعي وايي:« موږ هنرمندان، فلم جوړونکي او سینماګران د یو شمېر هېوادونو له ملاتړ مننه کوو چې په تیرو کلونو کې یې موږ ته زمینه برابره کړې وه چې پرمختګ وکړو، خو صمیمانه ترې یو ځل بیا غوښتنه کوو چې موږ دې یوازې نه پرېږدي او پاملرنه دې وکړي چې موږ څنګه وکولی شو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو.»

د سینما لوبغاړی صدام وايي:« موږ په ښه وضعیت کې نه یوو،ځکه چې زموږ مسلک فلم او سینما دی،چې د خپل هېواد وضعیت منعکس کړو،خو د اوس لپاره دا چارې محال دي.»

افغان سینما چې له پخوا په کمزوري ځان چلېده، اوس یې چارې پر ټپه ولاړې دي،خو لوبغاړي وایي،غلي نه کېني او خپل غږ تر نړیوالو رسوي.

ښځینه افغان سینما ګرې هم شکایت کوي،چې دې برخه کې یې کلونه زده کړي کړي او اوس یې فعالیت بیخي ممنوع دی.

د سینما لوبغاړې بهار همدرد وايي:« زه د څلورم کال محصله یم،ماته اجازه نه راکول کېږي چې نور دې برخه کې زده کړې وکړم، نو موږ له اسلامي امارت غواړو،چې دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»

اسلامي امارت بیا تازه د افغان فلم مشر ګومارلی،چې څنګه کولی شي،د فلم نړۍ روانه وساتي او د افغانستان وضعیت، دود او دستور او دغه راز نورې پېښې منعکسې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist