Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/07

هغه افغان ستورمزلی چې له نن څخه یې څو لسیزې وړاندې د نورو بهرنیو ستورمزلو سره یوځای د فضا په لوري د الله(ج) پاک کتاب، قرانکریم له ځانه سره انتقال او تلاوت کړ.

نوموړی لومړنی او یوازینۍ افغان ستورمزلی و چې څو ورځې وړاندې په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او جنازه یې د اسلامي امارت له خوا کابل ته را انتقال شوه.

د نوموړي جنازه د یو لړ ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې اداء او مړی یې د کابل مرنجان غونډې پر مخ خاورو ته وسپارل شو.

د اسلامي امارت چارواکي د عبدالاحد مومند مړینه د افغانستان لپاره ضایع بولي او پر افغان کدرونو غږ کوي چې خپلې پوهې او تجربې باید له نورو سره شریکې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس عبدالباري عمر وايي: « موږ باید د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو. نن ژوند شته او باید ترې د هېواد آبادولو لپاره ګټه واخلو.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي: « زه د اسلامي امارت د ټولو مشرانو په وکالت د مرحوم عبدالاحد مومند کورنۍ ته تسلیت وایم.»

د اسلامي امارت یو شمېر نور چارواکي د هېواد پر ځوانانو غږ کوي چې عصري ټېنکالوژۍ سره ځانونه بلد کړي، ترڅو وکولیی شي د عبدالاحد مومند په څېر د افغانستان نوم روښانه کړي.

دوی له هېواده بهر تللیو افغان شخصیتونو او پانګوالو څخه غواړي چې هېواد ته د خدمت په موخه راستانه شي.

د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري وايي: « زموږ ځوانان باید د مومند په ګډون زموږ له غوره کدرونو زده کړه وکړي، ترڅو موږ د یوه خپلواک، ازاد او اباد افغانستان لیدونکي شو او دا میراث نورو نسلونو ته ولېږدوو.»

د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس عبدالباري عمر وايي: « وړاندې له دې چې موږ هم نړۍ پرېږدو، راځئ هغه څه نورو ته ور زده کړو چې زموږ زده دي.»

له دې سره، د عبدالاحد مومند پخواني همکاران ټینګار کوي چې د مومند فکر باید د هېواد ځوانانو ته ورسېږي او نوی نسل له ټېنکالوژۍ سره بلد او ګټه ترې پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبادالله صادق وايي: « باید خپل بچي په لوی، لوړ او آسماني فکر وروزو، ترڅو افغانستان ته د مومند په څېر شخصیتونه ورکړو. اوس د ټېکنالوژۍ عصر دی، خو موږ صفر کې پراته دی، موږ د مومند په څېر فضا ته د تګ ټېکنالوژۍ غواړو، باید دا سفر له دې ځایه پیل کړو.»

مرحوم عبدالاحد مومند د افغانستان د هوايي ځواک وتلې پیلوټ وو چې په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې یې فضا ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې د وخت له ولسمشر ډاکټر نجیب الله سره په پښتو ژبه خبرې وکړې او له دې سره پښتو د نړۍ څلورمه ژبه شوه چې په فضا کې پرې خبرې وشوې.

د مرحوم عبدالاحد مومند جنازه دوشنبه د چنګاښ په ۱۵ مه د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ادا‌ء او د یو لړ تشریفاتو په ترڅ کې د کابل ښار مرنجان تپې کې خاورته وسپارل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist