Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغان او ایراني چارواکو لیدنه؛ د کډوالو ترڅنګ پر ګڼو مسایلو خبرې شوې

د افغان او ایراني چارواکو لیدنه؛ د کډوالو ترڅنګ پر ګڼو مسایلو خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/16

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د ایران عدلیې وزارت له مرستیال عسکر جلالیان سره په لیدنه کې له نوموړي سره پر بېلابېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې.

مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې ایران مېشتو افغان کډوالو سره د دې هېواد د امنیتي چارواکو له لوري د روان چلن د سمون غوښتنه کړې او هلته یې د بندي کډوالو د وضعیت ترڅنګ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.

 متقي له څلورو لسیزو راهیسې د  کډوالوو د کوربه توب په تړاو د مننې ترڅنګ په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایران د دولت د ښه تعامل او حوصله مندۍ غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې:« اسلامي امارت د افغان بندیانو د استرداد په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی او په دې اړه یې د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال غوښتي چي په ایران کې د افغان بندیانو په انتقال کې هر اړخیزه همکاري وکړي.»

بل پلو د ایران عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان وايي، هېواد يې له افغانستان سره د همکاریو په لړ کې، غواړي د دوه اړخیزې هوکړې په چوکاټ کې له ایرانه د افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل کړي.

جلالیان د اسلامي امارت له ګڼو چارواکو سره خپلې کتنې ګټورې او مثبتې بللي او له سرپرست حکومت سره یې د خپل هېواد د همکاریو د دوام خبره کړې.

هغه په دې اړه وايي: « موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او ثبات خوشاله یو. موږ له بېلابېلو چارواکو سره ښې او مثبتې ناستې درلودې او د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو همکاریو په دوام، په نږدې راتلونکي کې د ترسره شويو توافقاتو پر بنسټ له ایران د افغان بندیانو د انتقال پروسه عملا پیل کړي.»

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي د افغان او ایراني لورو ترمنځ د زندانيانو تبادله د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره غوره ګام بولي او په خبره یې، کولی شي په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو لا ټینګېدل تضمین کړي.

د سیاسي چارو شنونکی صادق حمید زوی وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه شان هوکړې د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو اړخونو له پلوه ګټه او د ټینګښت تضمین کوي. په ځانګړې توګه اوسني وخت کې چې ایران کې له افغانانو سره کوم ډول چلن کېږي، هېڅکله د منلو نه دی. ایران په دې پوهېږي چې افغانستان ورځ تربلې ځان بساینې خواته راون دی، نو باید له زغم کار واخلي او زموږ مشران له دوی سره یو مکانیزم جوړ کړي، ترڅو وکولی شي دغه پروسه خوندي کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې د ایران د عدلیې او زندانونو له ادارې پلاوی کابل ته راغلی، د هغه پروټوکول له مخې دی چې د مجرمانو د استرداد په موخه په ۱۳۸۵ کال لاسلیک شوی. د دې پروټوکول له مخې باید د ایران د محاکمو له خوا محکوم شوي په بندخونو کې پراته افغانان د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي؛ دا یو مثبت ګام دی. د ټولو سیاسي تقابلاتو لپاره د خبرو اترو له لارې حل پيدا کېږي.»

افغان او ایران چارواکو داسې مهال د افغان بندیانو پر استرداد خبرې کړې چې له دې وړاندې ایران په دې هېواد کې د بندي افغان کډوالو د اعدامولو لړۍ چټکه کړې.

د راپورنو له مخې، دغه هېواد په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ تنه هغه افغان کډوال اعدام کړي چې د ایران په زندانونو کې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist