Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: که روان حالت دوام وکړي، د فقر کچه به له ۹۰ سلنې پورته شي

admin by admin
2021/10/17

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص وايي، که په افغانستان کې روان حالت همدا شان دوام وکړي، نو د فقر کچه به له ۹۰ سلنې پورته شي.

خالص وايي، مرستندویه هېوادونه، خیریه بنسټونه او شتمن خلک دې ورسره مرستې وکړي، تر څو د بې وزلو لاسنیوی وکړي.

خالص وايي: «زه په خپل وار سره په هېواد کې دننه پر ټولو خیر پاله هېوادوالو او پر نړیواله کچه په ټولو نړیوالو او خیریت بنسټونو غږ کوم، چې په خپلو مرستو سره د دې ناورین په مخنیوي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ملاتړ وکړي.»

سره میاشت وایي، وچکالۍ، تیرې نا امنۍ، فقر، لوړ قېمتونو، بندیزونو او وباء ګانو د افغانانو ژوند ګواښلی دی.

غونډې ته  د اسلامي امارت د سرحدونو او قابلیو چارو وزارت چارسمبالی نورالله نوري هم راغلی و او له سرې میاشتې ټولنې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

نوري وایي، نړیوال دې د بشردوستۍ له مخې او اسلامي هېوادونه دې د اسلامي ورورولۍ له مخې مرستې وکړي او د افغانانو لاسنیوی دې وکړي.

هغه زیاته کړه: «بالخصوص اسلامي نړۍ داسې اقتصاد لري، امکانات لري، خیریه مؤسسات لري، چې د افغانستان هر ګوټ ګوټ ته، هر کلي ته دا امکانات رسولی شي.  زه په دې باور یم،چې اسلامي هېوادونو کې داسې هېوادونه شته دی، چې د خپل هېواد هغه زکات او عشر راجمع کړي؛ د افغانستان هر فرد ته رسېدای شي‎.»

غونډه کې د ای ایف ار سي سازمان استازي رابټ د خپل سازمان له خوا ژمنه وښوده، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او له نورو یې هم وغوښتل، چې په روان سخت وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

رابټ زیاتوي: «ای ایف ار سي ژمن دی، چې د سرې میاشتې ټولنې سره د دوی د مالي پایه دارۍ او تداوم په برخه کې اوږه پر اوږه لاړه شي. موږ به سره یو ځای کار کو، چې سره میاشت خپل فنډ پیدا کړي او قوي یې کړي.»

د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم غونډې ته په رالیږلي پیغام کې پر نړیوالو غږ کړی و، چې له افغانستان سره مرستې وکړي او یادونه یې کړې و، چې امارت د بشرپالو خدمتونو ملاتړ کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist