Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغان‌سولې لپاره پاکستان بهرني سفرونه زیات کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/31

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو د څلورو هېوادونو په سفر راوتلی دی.

د افغان سولې په تړاو د پاکستاني چارواکو بهرني سفرونو او ښکاره هلو ځلو ته په کتو افغانستان کې لیدلوری دا دی چې اسلام اباد غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو باور راخپل کړي.

پر پاکستان تور دی چې د افغان سولې پروسه کې د همکارۍ پر ځای خنډونه پيدا کوي او همدا لامل شو چې پر پاکستان ځینو برخو کې فشارونه وارد شول.

څلور هېوادونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دې لپاره دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپل رول ادا کړي او مرستې ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دیکشنبې په ورځ قطر هیواد ته د افغان سولې په اړه سفر کړی و ، د دغه سفر موخه افغان سوله کې د پاکستان رول ښودل شوی دی.

قطر ته د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره یو ځای افغان شنونکي په دې باور دي چې پاکستان د نړیوالو له مجبوریتونو ګټه اخلي چې څنګه او په کومه پلمه ځنډیدلې مرستې ترلاسه کړي.

له دې سره یو ځای ځینې شنونکي بیا شک لري چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ښکاره هڅې کوي چې له فشار ځان خلاص کړي، او پکار ده چې پر اسلام اباد د عمل تر وخته باور و نه شي.

قریشي د څلورو هېوادونو په سفر راوتلی چې څنګه کیدای شي د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي او د هېوادونو اجماع رامنځ ته کړي.

له دې سره یو ځای ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د پاکستان لومړی وزير عمران خان په همدې موخه قطر او ترکيې هیوادونو ته سفر وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist