Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان په ختیځ کې لا هم د زلزلې ټکانونه احساسيږي

د افغانستان په ختیځ کې لا هم د زلزلې ټکانونه احساسيږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

د افغانستان په ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زورورې او وژونکې زلزلې په درېیمه ورځ هم هلته شېبه په شېبه د زلزلې ټکانونه احساسېږي.

د یکشنبې شپې له مرګونې زلزلې وروسته چې له ۱ زر۴۱۱ تنو یې ژوند واخیست او تر ۳زرو پورته یې ټپیان کړل، ورسره هم ‌مهاله رویټرز خبري اژانس د امریکا د جیولوژیکي څېړنو ادارې له قوله راپور کړی چې یوې بلې زلزلې هم د افغانستان ختیځې سیمې لړزولې دي.

دغه اداره وايي، د دې تازه زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې و او د ژوروالي کچه یې ۱۰ کیلومتره لاندې د ځمکې تل کې وه.

د کونړ ځایي اوسیدونکي بیا وایي، وروستۍ زلزلې هم د تېرې زورورې زلزلې په څېر وډار کړل، خو په خبره یې ځاني او مالي زیانونه یې نه لرل او یوازې هغه دېوالونه یې ونړل چې له تېرې زلزلې جوړ پاتې وو.

د کونړ یو تن ځایي اوسېدونکی وايي: « اوس هم د زلزلې ټکانونه شته دي، ژوندي پاتې کسان او ماشومان لاندې په پټیو کې تر باران لاندې ناست دي. موږ د سرپناه لپاره خېمو او خوراکي موادو ته اړتیا لرو.»

کونړ ته تللي مرستندویان وايي، د لارو بندېدو او ځمکې ښويېدو له کبله ژغورونکې ډلې اړې دي چې لرې پرتو سيمو ته په پښو مزل وکړي.

بله خوا، د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې په درېیمه ورځ هم د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې وې.

سیمه کې بوخت پلټوونکي وايي، لا هم ځينو سیمو ته لاسرسی نه کېږي. په داسې حال کې چې تېره ورځ هم په تر ټولو ډېر ځپل شوي ولايت کونړ کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي وو. له دې سره، ځایي خلک د ژغورندویه مرستو غوښتنه کوي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي: « زلزلې هرڅه له منځه وړي، اوس هم ډېر خلک تر خاورو لاندې پاتې دي. پاتې خلک خېمو او خوراکي توکو ته اړتیا لري. همدارنګه اوس هم هلته د زلزلې ټکانونه شته او ژوندي پاتې خلک په میدانونو کې تر شنه اسمان لاندې پراته دي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د ژوندیو غم وخوري.»

د تېرې یکشنبې په ورځ د شوې زلزلې ځواکمنتیا د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې ښودل شوې وه چې د ځمکې په ۸ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوه.

د کارپوهانو په باور، تر۷۰ کیلومټره راپورته زلزلې برسېرنې هغه بلل کېږي او تر ډېره خطرناکې وي او ډېر ویجاړی رامنځته کوي.

د ځمکپوهـنې انجینر محمود امین وايي: « د زلزلې لامل دا دی چې د ځمکې کره له ټوټو څخه جوړه ده او دا ټوټې تل د حرکت په حال کې دي. افغانستان چې د ځمکې په کومه ټوټه پروت دی، دېته اېنډین ټوټه وايي. زلزلې معمولا ً دوه ډول موجونه لري، لومړی او دویم موج. دویم موج په دې پورې اړه لري چې زلزله څومره لرې یا ژوره ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ چارو مشر انډریکا رټواټه ويلي، دا زلزله ښايي پر سلګونه زره خلکو اغېز وکړي.

د هغه په خبره، کونړ کې د ژغورنې هڅې د ځمکې ښويېدو له امله لا پېچلې شوې او غرنيو سيمو کې يې لارې بندې کړې دي.

بل پلو، روغتيايی چارواکي وايي، د ټپيانو د زياتوالي له کبله د درمنلې بهير له جدي ننګونو سره مخ دي.

که څه هم  حکومت ګڼ شمېر ټپيان د چورلکو په مټ د کونړ او جلال اباد مرکزي روغتونونو ته لېږدولي، خو ويل کېږي لا هم ځينې خلک په لرې پرتو سیمو کې بند پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist