Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

د افغانستان په تړاو د تماس سیمه‌ییزې ډلې جوړېدو وړاندیز له خنډ سره مخ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/15

د فبرورۍ په ۱۸ مه او ۱۹ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټيرېش د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې، چې په کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو استازو او نړیوالو سازمانونو غړو ګډون کړی و، د افغانستان له حکومت سره د تعامل په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو او خبرو اترو د پیل لپاره په راتلونکي کې د تماس سیمه‌ییزې ډلې د ایجاد خبر ورکړ و؛ خو د دوو میاشتو له تېرېدو وروسته په دې تړاو عملي چارې نه دي پیل شوي.

د پاکستان اکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په دې اړه راپور ورکړی او د دې هېواد حکومتي سرچینو په حواله يې لیکلي، چې په تماس ډلې کې د هند حضور او له دې هېواد سره د پاکستان مخالفتونو له امله د دې ډلې د جوړېدو چارې پڅې روانې دي.

دغې ورځپاڼې په دې تړاو د اجماع نشتون هغه بله لویه ستونزه یاده کړې چې په خبره یې د تماس سیمه ییزې ډلې د جوړېدو چارې یې له خڼډ سره مخ کړي.

اکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور یوه برخه: « د افغانستان په تړاو د تماس سیمه‌ییزې ډلې د رامنځته کېدلو وړاندیز، د ځېنو مشخصو هېوادونو د غړیتوب او د اجماع نشتون له کبله له خنډ سره مخ شوی. … په دې ډله کې د هند حضور په تړاو د پاکستان اعتراض دغه چاره له خنډ سره مخ کړې.»

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د هند او پاکستان رول دواړه هېوادونه پر یو بل شکمن کړي.

دغه راز راپور کې وړاندې ویل شوي، د نړیوالې ټولنې په وړاندې د اسلامي امارت روان سیاست او له کبله یې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو وضع کول او نه تعامل ښايي په افغانستان کې بشري او د اړیکو شته وضعیت لاپسې خراب کړي.

د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو په هره ناسته کې د پیاوړي او په سیمه کې د نفوذ لرونکي هېواد په توګه د هند حضور د بېلانس د رامنځته کېدو په تړاو ګټور ګني.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « هند اوس له سیمه‌ییزې لوبې راوتلی او په یوه ستر نړیوال لوبغاړي بدل شوی؛ نو که موږ وغواړو که و نه غواړو، پاکستان وغواړي او که نه،خو نړیواله ټولنه او نړیوال دې ته اړتیا لري چې هر ډول مسایل په سیمه کې رامنځته کېږي، له هنده باید نظر وغوښتل شي او هند په هغې کې ونډه واخلي. د هند له شتون پرته چې په سیمه کې هره پرېکړه کېږي سمه نه ده، ځکه د هند په څېر ستر هېواد چې هم د نفوس له مخې، هم د نړیوالو اړیکو له مخې او هم د اقتصادي پیاوړتیا له مخې، لنډه دا چې له هر پلوه اوس هند د نړۍ په کچه یو ستر لوبغاړی دی او سیمه ييزوغونډو او اجماعو کې د هند ګډون اړین دی.»        

د تماس سیمه‌ییزه ډله چې د افغانستان د ګاونډ او د سیمې مهم هېوادونه په کې ګډون لري له انټونیو ګوتيرېش وړاندې د ایران لخوا وړاندیز شوې وه.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان د نړۍ په انزوا کې دی، د سیمې د تماس ډله د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده او په دې کې د سیمې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه هند چې یو زبرځواک، تولیدي او صنعتي هېواد دی او له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري؛ د اسلامي امارت چارواکي باید د پاکستان چارواکو ته قناعت ورکړي چې په اوسنیو حالاتو کې خپلې سیالۍ او رقابتونه پرېږدي او پاکستان ځانته ډېر حق ورنه کړي چې افغانستان او نړیوالو سره ولې داسې کوي، چا دا حق ورکړی او په نړیواله کچه ترې دا حق هم باید واخېستل شي.»

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش د څه باندې ۲۵ هېوادونو د استازو په شمول د دوحې ناسته ترسره کړه.

 په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو پر سر سلامشورو سربېره، له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل او همغږۍ د ایجاد لپاره د تماس ډلې د جوړولو خبر ورکړی.

په دې ناسته کې که څه هم افغان حکومت ته  د ګډوڼ بلنه ورکړل شوې وه خو اسلامي امارت په کې د نه ګډون ترڅنګ افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکلو طرحه غیر ضروري عمل بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist