Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او پاکستان جګړه؛ د اسلامي علماوو نړیوالې اتحاديې، د روان کړکېچ سم‌لاسي حل غوښتنه کړې

د افغانستان او پاکستان جګړه؛ د اسلامي علماوو نړیوالې اتحاديې، د روان کړکېچ سم‌لاسي حل غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/08

د اسلامي علماوو نړیوالې اتحاديې مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه د اسلامي شعايرو خلاف بللې او زياته کړې يې ده، چې دغه دواړه هېوادونه بايد د جګړې پر ځای يووالی او ګډ دريځ پياوړی کړی.

نوموړی د دې جګړې سم‌لاسي درېدو په اړه پر غوښتنې سربېره پر دې هم ټينګار کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ بايد د روژې وروستۍ لسيزې له پيل وړاندې پای ومومي او د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځنګړیتوب دې مذاکرات پیل شي.

د اسلامي علماوو نړیوالې اتحاديې مشر، محی‌الدین القره داغي په دې اړه ویلي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه دې ژر بنده شي. د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه حرامه او د اسلامي روحیې او لارښوونو خلاف ده او په ځانګړي ډول د روژې مبارکې میاشتې د لسو وروستیو شپو له پیل وړاندې دې دغه جګړه ودرول شي. دواړه خواوې دې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب خبرو ته کېني او مذاکرات دې پیل کړي.»

بلخوا بهرنيو چارو وزير د روسيې له بهرنيو چارو وزير سره پر ګډو همکاريو سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جګړې هم غږېدلی. روسيې د يادې جګړې په اړه اندېښنه ښودلې او پر مذاکراتو د ټينګار ترڅنګ يې د ستونزې په حل کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل په دې اړه وایي: «په دې غږیزه اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان پر حریم د پاکستان وروستیو تېریو په اړه د افغانستان موقف شریک کړ او ټینګار یې وکړ، چې که څه هم اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته لومړیتوب ورکوي؛ خو د خپل ولس د دفاع او خوندیتوب حق خوندي بولي. دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛ سرګي لاوروف د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ستونزې باید د سیاسي ډیالوګ او خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړه، چې روسیه چمتو ده د کړکېچ د حل په برخه کې مرسته وکړي.»

شنونکي هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې په حل کې د روسيې رول مهم ګڼي او زیاتوي، چې منځګړي هېوادونه باید دم لامتۍ ګوته هغه لوري ته نیسي، چې پر افغانستان یې تیری کړی او په روژې کې یې عام افغانان شهیدان کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: «روسیه، چین او ټوله اسلامي نړۍ د وروستیو ترینګلتیاوو په حل کې مثبت رول لوبولی شي؛ خو د ملامتۍ ګوته باید هغه چاته ونیول شي، چې جنګ یې شروع کړی، د افغانستان پر حریم یې تعرض کړی او بې‌ګناه خلک یې په شهادت رسولي دي. د پاکستان پوځي رژیم باید لومړی د خپلو کړنو په اړه له افغانانو بښنه وغواړي او بیا د مذاکراتو مېز ته کېني. پاکستان باید د افغانستان په اړه پخپله پالیسۍ کې اساسي بدلونونه راولي تر څو نوو او مثبتو دوه اړخیزه اړیکو ته لاره هواره شي.»

ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پر افغانستان د پاکستان بريد او په کې د ملکي افغانانو په نښه کول غندلي دي. افغان ځواکونو د دې بريدونو پر وړاندې غچ اخيستونکي عمليات پيل کړي، چې د دوام په پايله کې يې پاکستاني ځواکونو ته په لوړه پيمانه مرګ ژوبله اوښتې.

شریک یې کړئ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist