Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/29

د کوزې پښتونخواه په چترال سیمه کې د وسله والو په یو شمیر مرکزونو له هوايي بریدونو وروسته، یوې حکومتي سرچینې شمشاد ته منلې چې دوی خپل مشروع اهداف، په هر ځای کې چې وي، په نښه کوي.

دغې سرچینې شمشاد ته ویلي، د چترال په شاه سلیم سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو په دې حمله کې ټول مهم او ټاکل شوي اهداف په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یی اړولې ده.

سرچینې که څه هم وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ونه ښود، خو زیاته یې کړه چې له دغو مرکزونو څخه به د افغانستان په خلاف د بریدونو د پلانولو لپاره ګټه اخستل کېده.

د باوري سرچینې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو یوه برخه کې راغلي: « افغان هوايي ځواکونو د چترال په شاه سلیم سیمه کې د شر او فساد پر یو شمیر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړل. له دغو مرکزونو د افغانستان په خلاف د بریدونو د پلانولو لپاره ګټه اخستل کېده. په ترسر ه شویو هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.»

د چترال په شاه سلیم سیمه کې د وسله والو پر مرکزونو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې تېره جمعه یوه ډله وسله والو چې د چارواکو په وینا، د پاکستان پوځي رژیم له خوا سمبال شوي وو، د بدخشان زېباک ولسوالۍ ته د را اوښتو هڅه وکړه.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې یاده ډله د اسلامي امارت د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوه.

قاري فصیح الدین فطرت زیاته کړې، که د اسلامي امارت پالیسیو اجازه ورکوله، نو دا ډله به یې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې هم تعقیب کړې وای.

فطرت دغه راز ویلي: « دا کسان زموږ د عدلي او قضايي ادارو تر تعقیب لاندې وو چې بیا پاکستان ته وتښتېدل، له هغې خوا وسله او امکانات ورکړل شوي او اوس دلته راغلي او ویل کېږي چې پر زېباک ولسوالي یې د برید پلان درلود. دوی زموږ د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او په لږ وخت کې یې ګڼ شمېر مړه او ګڼ نور ژوبل شوي او خپل ټپیان یې هم له کرښې ها غاړه وړي دي.»

له دې مخکې په کونړ کې هم چارواکو ویلي وو چې یوه وسله واله ډله یې چې د پاکستان له خوا تر روزنې وروسته په وسلو سمبال او له فرضي کرښې یې د را اوښتو هڅه کوله، نیولې ده.

دا لومړې ځل نه دی چې د چترال په شاه سلیم سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا د وسله والو پر مرکزونو بریدونه کیږي بلکې تر دې مخکې هم د اسلامي امارت هوايي ځواک په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې د داعش وسله والو مرکزونه په نښه کړي و.

ملي دفاع وزارت په یادو سیمو کې د بریدونو انځورونه هم خپاره کړل  او وايي، د پاکستان پوځي رژیم غواړي له دغو وسله والو څخه په افغانستان او سیمه کې د خپلو اهدافود پلې کولو لپاره کار واخلي.

امنیتي شنونکي بیا د اسلامي امارت دا اقدام ستايي او وايي، له دې سره نه یوازې د پاکستان مغرضانه اهداف بربنډیږي بلکې وسله وال هم ځان په خپلو پټنځایونو کې خوندي نه احساسوي او خپله روحیه بایلي.

د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخی او جنایت کارانه سیاست لري. په چترال کې د افغان هوايي ځواکونو برید د قدر وړ دی. د موجوده نظام په راتګ سره افغانانو خپل غرور بېرته ترلاسه کړ او پخواني جنګ سالاران یې وشړل.»

د چارو شنونکي اسلامي امارت ته دا سپارښتنه هم کوي چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې دې په دې اړه معلومات شریک کړي، ترڅو د پاکستان پوځي رژیم اصلي څېره رسوا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist