Skip to content
د افغانستان پښتو ژبې نامتو سندر غاړی او کمپوزیتور استاد ګل زمان نن شنبه د« ۱۴۰۰ کال د کب پر ۷ مه»د ۸۴ کالونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
استاد ګل زمان د ژوند ډېره برخه د افغانستان موسقۍ ته ورکړې وه.
هغه په سلګونو سندرې جوړې او ویلي دي،چې ډېره برخه یې ملي ترانې او ولسي سندرې دي.
نومړي له افغانستان سربېره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کنسرتونه جوړ کړي وو او په افغانانو کې یې ځانګړی ځای درلود.
استاد اصلن د پکتیا ولایت اوسېدونکی وه، خو ډېر وخت یې کابل کې تېر کړی.
استاد د ژوند په وورستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی او ناروغه هم و.