Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان مرکزي بانک  پخوانیو چارواکو او جګپوړو مامورینو بانکي اکاونټونه بند کړي

admin by admin
2021/09/11

د طالبانو ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي، دافغانستان بانک له لوري د حکومت د پخوانیو چارواکو اکونټونه بند شوي،خو د لامل په تړاو یې څه نه وايي.

دا پرېکړه له هرکلي او غبرګونونو سره مل ده،خو سوداګر وايي، د دوی بانکي کاونټونه هم بلاک شوي، چې له امله یې درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

سوداګر شعور نیازی  وايي:«  د شرکتونو اکونټونه تړل شوي دي،پیسې ورته نه ورکول کېږي. دا د خلکو او دولت دواړو لپاره ډېر لوی زیان دی. زه د یوه سوداګر په توګه کله،چې راسره پیسې نه وي،نو اړ یم، چې خپل کارکوونکي رخصت کړم، سوداګري ودروم،ځکه زه کارو بار پر پیسو کوم، کله چې پیسې له ما سره نه وي، بانک ماته پیسې نه راکوي، نو اړ یم، کاروبارو بند کړم. په دې کې زه هم زیانمن کېږم،ولس هم زیانمن کېږي، دولت هم له عوایدو پاتې کېږي.  متاسفانه هغه باور،چې بانکونه او دولت یې لري هغه هم له منځه ځي.»

خو د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي،د سوداګرو ستونزې یې چارواکو سره شریکې کړي او د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

مومند زیاته کړه:«  موږ ورسره خبرې پيل کړي دي. هېله شته،چې ټول بانکي سیسټمونه به په منظم ډول  بېرته فعاله شي. د بانکي سیسټمونو فعاله کېدل لپاره باید ټول عواید یې وڅېړل شي او وروسته له هغې باید فعاله شي. دا به ډېر ښه وي.» 

مومند وايي، ښايي ډېری سوداګر د جریمو له امله زیانمن شوي وي،ځکه په وینا یې توکې یې وارد کړي او نه شي کولای پيسې بهر ته ولېږدوي.

که څه هم په ټول هېواد کې خصوصي بانکونو فعالیت پیل کړی دی، خو مسوولین او سوداګر اندېښنه لري،چې د امریکا  متحه ایالتو له لوري د افغانستان میلیاردونه ډالرو کنګل به هېواد له ستر اقتصادي ناورین سره مخ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist