Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو ترکیه او قزاقستان کې پر افغانستان خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/02

د افغانستان پر روان وضعیت د سیمې هېوادونو او بهر میشتو افغانانو سره د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې استازو دخپلو لیدنو په لړ کې تازه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیت او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن استانبول او الماتا ښارونو کې پر افغانستان خبرې کړي دي.

ریچارډ بنیټ ویلي،د ترکیې په استانبول ښار کې یې له میشتو افغانانو سره غیر رسمي لیدنې کړي دي او د افغانستان په روانو حالاتو ورسره غږیدلی دی.

بنیټ زیاته کړې:« د افغانستان له پخوانیو پارلمان وکیلانو، قاضیانو، قانون پوهانو، بشر او ښځو حقونو مدافعینو،مدني فعالانو، زده کوونکو او پخوانیو حکومتي چارواکو سره تر لنډو  غیر رسمي لیدنو وروسته له استانبول څخه ځم.» 

اخوا د  افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانکړي استازي توماس نېکلاسن د قزاقستان پلازمینې الماتا کې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا ځانګړو استازو سره لیدلي او د افغانستان په ګډون یې د سیمې پر ثبات هم خبرې کړي دي.

نېکلاسن ویلي، په دې لیدنه کې ټولو استازو ټینګار کړی دی،چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اقتصادي نظام د ژغورلو لپاره پر نوښتونو کار وکړي.

هغه زیاته کړې:« موږ په لېدنه کې بحث وکړ،چې افغانستان کې نجونې او ښځې باید ښوونځیو ته لاړې شي. د کار او د ژوند د ټولو چارو د ترسره کولو اجازه ولري. موږ ټینګار وکړ،چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصادي نظام د ژغورلو لپاره پر نوښتونو کار وکړي او دا چې پر سیمه ییز ثبات باید خبرې دوام ومومي.» 

توماس نېکلاسن او ریچارډ بنیټ داسې مهال بهر کې د افغانستان په تړاو افغان سیاسیونو او فعالانو سره خبرې کوي،چې دواړو استازو د تېرې میاشتې په لړ کې افغانستان ته سفرونه درلودل او دلته یې د اسلامي امارت د  چارواکو په ګډون له ګڼو نورو افغانانو سره د هېواد پر روان وضعیت لیدنې درلودې.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس وېسټ هم ترکیه کې له افغان مشرانو سره لیدلي وو،چې پر کور دننه او بهر یې د افغانانو غوسه راپارولې وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist