Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه: ټولو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن یو

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه: ټولو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/13

وروسته له هغې چې په سویډن کې یو عراقي کس د اختر په لومړۍ ورځ د قران کریم یوه نسخه وسوځوله او سویډني چارواکو یې امنیت هم نیولی وه، په پراخه کچه یې غبرګونونه وپارول.

اسلامي امارت هم دا ناوړه عمل وباله او په غبرګون کې یې افغانستان کې د سویډن هېواد پورې ټولې تړلې چارې تر هغو بندې کړې چې سویډني چارواکو بښنه نه وي غوښتي.

تازه د افغانستان لپاره د سویډڼ کمېټې  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له حاکمو چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو شته ستونزه حل کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه قران کریم ته د سپکاوي هر ډول عمل په کلکه غندي. موږ د مذهب، عقیدې، توکم، قومیت یا بل هر ډول وېش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړو یا دښمنۍ رامنځته کولو هڅه او عمل غندو.»

یادې کمېټې ویلي، لسګونه زره ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې او شاوخوا ۸زره افغان کارکوونکي لري چې ټول یې د هېواد دیني او کلتوري ارزښتونو درناوي ته ژمن دي.

یادې کمېټې زیاته کړې، دولتي نه ده او سلګونه تمویل کوونکي لري چې ټولې چارې یې  د شته قوانینو مراعت سره پر مخ روانې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه یوه غیرې دولتي اداره ده، چې څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې افغانستان کې د ماشومانو، مېرمنو، معلولیت لرونکو وګړو لپاره زده کړو، روغتیا او نور اړینې اسانتیاوې برابروي. دا کمېټه له  لسیزو راهیسې فعالیت کوي او د افغانستان ټولو سیمو خلکو دودونو او کلتور ته یې په درنښت خپلې چارې ترسره کړي او ترسره کوي یې.»

خو د اقتصادي وزارت بیا وايي، اسلامي امارت اسلامي ارزښتونو او شعاریو ته ژمن دی او دې له امله چې سویډن کې د قران کریم نسخه سوځول شوې لا هم د دې کمېټې بشپړې چارې بندې دي.

سویډن کمېټې په خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په ۱۸ولایتونو کې څانګې لري، چې یوازې سږکال یې په وردګ او نورستان ولایتونو کې ۲.۵میلیونه ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، ۱۳۳۰۰۰ ماشومان د دوی له ملاتړه برخمن ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي او ۲۰۰۰۰ معلولو کسانو سره یې مرسته کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist