Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان له هوايي حريمه د عبوري الوتنو فیس درېيم هېواد کې تاديه کيږي

د افغانستان له هوايي حريمه د عبوري الوتنو فیس درېيم هېواد کې تاديه کيږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

که څه هم په وروستي یوه کال کې د افغانستان له هوایي حریم د بهرنیو الوتنو شمېر زیات شوی خو د عبوري الوتنو پرمهال د فیس تادیه کولو په برخه کې شته ستونزو نړيوال هوايي شرکتونه انديښمن کړې دي.

رویټرز خبري آژانس راپور وکړیچې هوایي شرکتونه د افغانستان له هوایي حریمه د تېریدو دغه لګښتونه د درېیمګړو واسطو له لارې پرې کوي چې دغې چارې د حقوقي شخړو او د پیسو مینځلو ګواښونه ډېر کړې دي.

د راپور یوه برخه:« هوایي شرکتونه د افغانستان پر فضا دعبور فیس ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د افغانستان  هوایي چلن اداره د الوتنو له زیاتوالي میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، خو د بانک حسابونو د کنګل کېدو له امله، هوایي شرکتونه د درېیمګړو منځګړو له لارې پیسې ورکوي چې دا کار د قانوني شخړو او د پیسو مینځلو د خطرونو لامل ګرځي.»

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا د نړیوالو الوتنو لپاره د افغانستان هوایي حریم خوندي بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان پر هوایي حریم تېرېدونکو هوايي شرکتونو ستونزو ته بايد پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي:« افغانستان اوس تر ډېره برید په سیمه کې داسې قراردادونه لري چې هغه په خپله د مشروعیت مساله یو طرف ته کوي. یعنې د مشروعیت مساله خنډ نه جوړوي. نو د دوی لپاره هیڅکله ګواښ نه شته او دوی کولی شي چې له افغانستان سره په مستقیم ډول معاملات ولري، ترڅو دغه ستونزه هواره کړي.»  

په ورته وخت کې ځينې نور بیا د رویټرز خبري آژانس وروستي راپورته په اشارې سره وایي، د دغه ډول ستونزو رامنځته کېدو لامل د افغانستان پر بانکي سیسټم وضع شوي بندیزونه دي او د حل لار یې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پيژندل او د وضع شویو بندیزونو لرې کېدل دي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« هغه وخت کېدی شي چې افغانستان پر رسمیت وپېژندل شي او د افغانستان بانکونه فعال شي او د سویفټ سیسټم ورته خوشې شي چې افغانستان خپل معاملات له نړیوالو سره وکړي. زموږ سوداګر هم له دې ستونزې سره مخ دي چې دوی ( سوداګر) د پیسو انتقالات په مستقیم ډول نه شي کولی.»

د راپورونو له مخې نړیوال هوایي ټرانسپورټ ټولنې دغه خدمات، په افغانستان کې د سرپرست حکومت واک ته له رسیدو سره د ۲۰۲۱ زېږدیز کال سپټمبر میاشتې کې بند کړل چې د افغانستان پخواني نظام او حکومت لپاره راټول شوي میلیونونه ډالر تادیات همدغې نړیوال هوایي ټرانسپورټ ټولنې په خپلو حسابونو کې د کنګل په توګه وساتل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist