Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان له لارې د هند صادراتو لومړۍ ټرانزيټي جوپه ازبکستان ته روانه شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/17

منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د هند توکو لومړنۍ جوپه،چې حیواني غوښه او بوره په‌ کې بار ده،د پاکستان له لارې افغانستان او د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د کب پر ۲۵ مه» له افغانستانه ازبکستان ته .روانه شوه

د افغانستان اسلامي امارت  صنعت او سوداګرۍ وزارت  سرپرست  نورالدین عزیزي وايي، هغه هیله چې افغانستان به د اسيا د ټرانزيټ او سوداګرۍ په څلور لارې بدل شي، د پوره کېدو په درشل کې ده.

غزیزي وايي: لکه وختي مې چې وویل، افغانستان د سوداګرۍ او ترانزيټ څلورلارې ده او باید دا خبره شعار نه وي، له دې باید حقيقي استفاده وشي. موږ په دې برخه کې سوېلي اسيا، ایران او د کراچۍ بندر له لارې چې کوم هېوادونه غواړي،سوداګري وکړي او وغواړي توکي انتقال کړي، موږ په دې برخه کې ټول خنډونه حل کړي.»

د خصوصي سکتور استازي بیا دغه ګام د افغانستان د ټرانزيټ له پاره مهم بولي او وايي، په دې سره به افغانستان د منځنۍ او سويلي اسيا هېوادونو سره خپلې ټرانزيټي اړيکې لا پیاوړې کړي. 

د خصوصي سکتور استازی شفيق اعطايي وايي:« مرکزي اسيا،چې د صنعت برخه کې کار کوي، لاره یې افغانستان ده. خوشبختانه،چې نن د يوې جوپې په شتون سره یې وښوده، چې افغانستان دې برخه کې ژمن دی،په ځانګړې توګه د مرکزي او سوېلي اسيا تر منځ په سوداګرۍ او صنعت کې، دا چاره به له افغانستان سره په سوداګرۍ کې مرسته  وکړي.»

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ مسوولین بيا وايي، د يادې چارې له پاره يې ټول امکانات په کار اچولي او دوی ژمن دي،چې باروړنکو موټرو ته لا ښه زمینه او سهولت برابر کړي.

د ترانسپورتي شرکتونو ټولنې مشر طلامحمد اتمانزی وايي:« د ترانسپورت سهولتونو کې  افغانستان کافي امکانات لري، ان له خپلې اړتیا  دوه برابره زيات وسایل او امکانات لري، ښه وسایط لري او د هر له ډول جغرافيې سره يو رقم وسایط لري. بدبختانه چې تېرو دورو کې د  ترانسپورټ وزارت او ادارې هيڅ کار نه دی کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې ده،راتلونکې اوونۍ ازبکستان کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ د پراختيا په موخه يوه ګډه درې اړخېزه اقتصادي  ناسته هم تر سره شي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist