Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان رسنیو بنسټ: ا.ا او نړیواله ټولنه دې د خبریالانو کاري ژوند ښه کېدو لپاره اقدامات وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

د افغانستان د رسنیو بنسټ چې تازه یې په فعالیت پیل کړی وایي، په تېره یوه نیمه میاشت کې یې د افغان خبریالانو کاري ژوند او اقتصادي وضعیت څېړنه کړې،چې ډېری یې په بد وضعیت کې دي.

د یاد بنسټ اجرائیه مشر سید دل اقا قاسمي وایي، په دغه ټولپوښتنه کې ۴۶۲ خبریالانو د ټول هېواد پر کچه برخه اخیستې وه،چې ۳۹۰ یې نارینه او ۷۲ یې ښځینه وې.

قاسمي وايي، دا ثابتوي،چې په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې کمې شوي او دندې یې له لاسه ورکړي.

قاسمي زیاته کړه:«  سره له دې چې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې شته دی، خو بیا هم ۹۱ سلنه خبریالان له خپل کاري انتخاب څخه راضي دي او یوازې ۴ اعشاریه ۴۴ راضي نه دي.»

د افغانستان د رسنو بنسټ د خبریالانو بد اقتصادي وضعیت، د رسنیز فعالیت کمېدل، د دندو له لاسه ورکول، تاوتریخوالی او داسې نور د رسنیو او خبریالانو د کاري ژوند برخه کې مهمې ستونزې یادوي.

قاسمي له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت غوښتنه لري،چې د خبریالانو د ژوند او اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.

هغه زیاته کړه:« افغانستان کې د بیان له ازادۍ انکار نه کېږي،نو وړاندیز کوو،چې اسلامي امارت دې د بیان ازادي په یوه قانوني طرحه کې رامنځته کړي،چې خبریالان په ارام او راحت احساس سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.»

د دغې څېړنې پایلې داسې مهال رسنیزې کېږي،چې په تیرو شلو کلونو کې یو شمېر د رسنیو ملاتړو ادارو افغانستان کې فعالیت کړی،خو څوک یې له فعالیت راضي نه دي او نیوکه کوي،چې هغوی د خپل ځان او خپلو کورنیو لپاره امتیازات ترلاسه او هېواد یې پرېښود.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist