Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/31

په هېواد کې زرګونه خلکو په بېلابېلو ولایتونو کې پرغزې د اسراییلو ظلمونه وغندل.

د هرات ښار په جوماتونو کې د راټولېدو له لارې د اسراییلو له خوا په غزه کې د ظلم او نسل‌ وژنې  پر ضد او د غزې پر ملاتړ غږ پورته کړ.

دوی وايي، اسراييلي رژيم په قصدي ډول د بشري مرستو مخې نیولو او د غزې د کلابندۍ، بمبارۍ او خلکو وژنې له لارې د بشريت ضد جنایتونه ترسره کوي.

دیني عالم ضیا احمد فاضلي وايي: « د غزې خلکو ته له انساني مرستو پرته د ژوندانه هېڅ ډول اسباب نه دي پاتې، خو دوښمنانانو دغه څه هم سخت بند کړي او په دې سره یې د دې ملت د بشپړې نابودۍ پرېکړه کړې.»

لاریون کوونکو له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسراییلي رژیم د ظلمونو او وحشتونو درولو لپاره قاطع اقدامات وکړي او اوس هغه وخت را رسېدلی چې ټول اسلامي هېوادونه یې پر ضد سره متحده شي.

د هرات اوسېدونکی بصیر احمد وايي: « زه نړیوالو ته وایم، مسلمانو ملتونو ته وایم چې د دې خلکو ترڅنګ ودرېږي، ترکله به شهیدانېږي، ترکله به داسې بې دفاع وي، موږ وینو چې اسراییل هره ورځ په ډېرو پرمختللیو بمونو پر دوی بمباري کوي او وژني یې.»

د هرات اوسېدونکی محمد الیاس وايي: « زه لومړی په عربي هېوادونو غږ کوم چې د امریکا له غلامۍ لاس واخلي، امریکا او اسراییل دواړه سره یو دي. باید د غزې د خلکو ملاتړ وشي. له مسلمانو ملتونو غوښتنه کوم چې د غزې د ملاتړ لپاره سره متحد شي.»

ننګرهار کې هم د غزې مظلوم ولس په ننګه سلګونه کسانو لاریون وکړ او پر نړیوالو یې غږ دا و چې د اسراییلو په ظلمونو چوپتیا ماته کړي.

د ننګرهار لاریون کوونکی وايي: « چېرې چې مسلمان ملتونه دي، باید خاموش پاتې نه شي او د اسراییلو پر ضد قیام وکړي. پر نړیوالو باندې هم غږ کوم چې ولې په دې اړه خاموش دي، امریکایان، روسان، سعودي عرب او نور اسلامي هېوادونه ولې خاموش دي.»

د لغمان ولایت یو تن لاریون کوونکی وایی: « که چېرې ملل متحده له یهودو او نصاراوو جوړ نه وي، نو ولې د غزې او فلسطین په حق کې خاموش دي.»

د لغمان یو بل اوسېدونکی وايي: « د غزې په مسلمانانو ظلم روان دی، ښځې او ماشومان وژل کېږي، موږ په همدې خاطر خپله خواخوږي ښيو. موږ د نړۍ پر هر مسلمان ملت د ظلم په مقابل کې خپل عکس العمل ښیو. له نړۍ او په خانګړې توګه اسلامي حکومتو غواړو چې د دې ډول حالت مخه ونیسي. همدارنګه له ملګرو ملتونو د بشري حقونو له سازمانو چې په دې برخه کې مسوولیت لري هم غوښتنه کوو چې خپل مسوولیت سم اداء کړي. دا نن چې کوم ناورین په غزه کې روان دی، د نړۍ په هېڅ ګوټ کې نه شته او باید پوښتنه یې وشي.»

له دې سره، په کونړ، پنجشیر، کندوز، کاپیسا، لغمان او ګڼو نورو ولایتونو کې هم لاریونوالو غزه کې ظلم بشري جنایت وباله او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د اسراییلو د روان ظلم مخنیوی وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist