Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان تحول موج ګوند: د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/16

په کابل کې د تحول موج  ګوند یو شمېر غړیو  نن دوشنبه د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۵ مه»  په یوې خبري  ناستې کې د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې وکړه.

یاد ګوند له نړیوالې ټولنې وغوښتل،چې لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د ورښتونو له امله لارې په سختېدو دي او ټینګار یې وکړ،چې اړمنو کورنیو ته دې له ژمي وړاندې مرستې ورسول شي.

د افغانستان تحول موج ګوند غړې مرضیه احمدي وايي:« ډېری سیمې او ولسوالۍ صعب العبور دي ژمی دی او که واوره وشي، نو نه شو کولی،چې د ورښتونو پر مهال مرستې ورته ورسوو.»

د موج تحول حزب وایي،سخت سوړ ژمی په را رسېدو دی او که نړیوال بېړنۍ مرستې ونه کړي، سږنی ژمی به د بې وزلو لپاره مرګونی وي.

دوی د بشري مرستو د وېش بهیر کې ښځو ته د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې طاهره میرزاده وايي:« موږ له نړیوالې ټولنې غواړو،چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي،خلک بې وزله دي او سخت سوړ ژمی په مخکې لرو.»

د ناستې  تنظیمونکو مربوطه امنیتي ادارې ته د ناستې په تړاو خبر نه و ورکړی،چې د ناستې په وروستیو کې د اسلامي امارت ځواکونه راغلل او دګډونوال او کوربانه یې ملامت کړل چې د امنیت نیولو لپاره یې باید دوی په جریان کې کړي وای.

یاد ګوند داسې مهال د افغانانو په وضعیت اندېښنه ښي،چې د مالوماتو له مخې،د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له فقر سره مخ دي او زیاته برخه یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist