Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د  افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي  پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی ناروې تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/23

 اسلامي امارت ناروې هېواد ته دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یولوړپوړي پلاوي دسفر خبر ورکړی دی 

د  بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان پلاوی به ناروې هېواد کې د امریکايي او اروپايي ټولنې له استازو سربېره په دغه هېواد کې له پخوانیو افغان سیاسیونو سره هم وګوري.

د دغې ناستې د اجنډا په تړاو بهرنیو چارو وزارت  د ستراټیژکو مطالعاتو مرکز مشر ولي الله شاهین وايي،له افغان پخوانیو سیاسیونو سره یې د پلاوي لیدنه د یو مخالف جهت په توګه د مذاکرې مانا نه لري،بلکې له دوی به وغوښتل،چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

 شاهین زیاته کړه:« زموږ خبرې له هغو افغانانو سره د یو مخالف جهت په توګه د مذاکرې حیثیت نه لري،بلکې زموږ ناسته له هغوی سره په دې مانا ده،چې څنګه په مشترک ډول باندې کولای شو،چې  د افغانستان ولس ته ګټه ورسوو.دغه اساسي هدف دی.» 

شاهین وايي، د اسلامي امارت پلاوی به په ناروې کې د امریکا او اروپايي ټولنې  له استازو سره د افغانستان په اوسني وضیعت او له نړۍ سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو بیا ټینګښت په تړاو خبرې او بحثونه وکړي.

شاهین   زیاتوي:« هلته د ناروې له چارواکو سره په همدا راز ځينو اروپايي هېوادونو او د امریکا له استازو سره به مجلس کوي او اجنډا یې د افغانستان فعلي وضیعت دی او نور مسایل چې د افغانستان متعلق دي، په هغې به بحث کیږي.ترڅنګ یې په دې باندې به هم خبرې وشي،چې څنګه موږ خپل دیپلوماتیک روابط له نورې نړۍ سره عادي حالته راوګرځوو.»

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا ناروې هېواد ته د افغان ‌پلاوي دغه رسمي سفر مهم بولي او په باور یې د افغانستان له رسمیت پیژندنې او له افغانانو سره د اقتصادي مرستو په برخه کې به ګټور تمام شي،خو ټینګار کوي،چې د اسلامي‌امارت پلاوی باید نړۍ ته په دغو برخو کې قناعت ورکړي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« په داسې حالت کې چې نړیوال اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني او تر اوسه په منزوي حالت کې پاتې شوی دی او اوس داسې دیپلوماتیک سفرونه چې ناروې ته کیږي دا یو ډول امتیاز ښه زیری دی، د ولس او اسلامي امارت دواړو  لپاره.  اوس اسلامي  امارت باید له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او نړۍ وهڅه وي،چې افغانستان په رسمیت وپیژني او په اقتصادي برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.» 

ویل کیږي،له کابله  اوسلو ته تللی پلاوی به هلته له ځينو پخوانیو سیاسیونو، د ملي شورا پخوانیو غړو او یو شمېر پخوانیو چارواکو سره هم چې اوس یې هېواد پریښی دی، وګوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist