Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان بشر حقونو سازمان: د ټول وژنې مخنیوی باید وشي 

admin by admin
2021/08/03

د افغانستان بشر حقونو سازمان وايي، د ملګرو ملتونو له  امنیت شورا او د جنګي جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتي، چې په افغانسان کې د ټول وژنې مخنیوي  وکړي.

د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې دوه مخی چلند کړی او خپل مسوولیت یې سم سر ته نه ده رسولی.

لعل ګل زیاتوي: «موږ د  ملګرو ملتونو امنیت شورا او د جنګي جرمونو پر نړیوالې محکمې غږ کوو، چې نور یوازې د راپورونو له نشرولو لاس واخلي او دوی په عملي توګه لاس په کار شي، چې افغانستان کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړې پر اړخونو باندې فشار راولي، چې دوی له جنګ لاس واخلي او د سولې ریښتینو خبرو ته راوګرځي.»

وروسته له هغې چې د جګړې له ډګره د ولسي مرګ ژوبلې بوږنونکي راپورونه ورکړل شول امریکا او بریټانیا په یوه ګډه خبرپاڼه کې پر طالبانو سختې نیوکې کړي او دوی یې پر جنګي جنایتونو تورن کړي دي.

په خبرپاڼه  کې ویل شوي، چې طالبان پر جنایتوتونو  سترګې پټوي او مسوولیت یې هم پر غاړه نه اخلي.

دغه راز امریکا او بریټانیا افغانستان کې د جګړې د مخنیوي لپاره په سم لاسي اوربند هم ټینګار کړی دی.

بل پلو طالبان بیا وایي، ترهغې چې افغان حکومت په جګړې تکیه  لري، پر داسې ذهنت اوربند ورته کومه ګټه نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «اصلي موضوع دا ده،چې د کابل اداره په جنګ تنقیض کوي، تاسو به د ولسمشر غني خبرې اورئ، چې د شپږ میاشتو جنګ چمتوال لري. د بریدونو خبرداري ورکوي، د وژنو ګواښونه کوي، د لمنځه وړلو ګواښ کوي، په دغسې ذهنیت سره موږ فکر نه کوو، چې اوربند خبره به ګټه وکړي او ځای به ونیسي. واقیعت دا ده، چې د مذاکراتو جریان مخکې پرېښودل شوی وای.»

امریکا ویلي، طالبان په خپلو وسله والو کنټرول نه لري او خبرداری ورکړی چې داسې خلک به د راتلونکي نظام برخه نه وي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د طالبانو سیاسي رهبري واقعا په طالب جنګیالیو باندې اثر او رسوخ نه لري، چې په وینا یې همدا لامل کېدای شي، چې وحشت او تاوتریخوالی روان دی.

د ولسي جرګې غړې  شینکۍ کړوخېل وايي: «د امریکا او بریټانیا ګډ وړاندیز او غوښتنه  د طالبانو لپاره چې واقعن افغانستان کې اوربند وشي او افغان وژنه بنده شي، زه فکر کوم معقوله غوښتنه ده چې طالبان پرې باید فکر وکړي. یوه اندېښنه خو همدا ده چې کېدای شي هغه سیاسي رهبري د طالبانو واقعن په طالب جنګیالیو باندې اثر او رصوخ نه لري، ځکه همدا وحشت او تاوتریخوالی روان دی.»

د سیاسي چارو شنونکی وحیدالله غازي خېل وايي: «د اوربند غوښتنه ښه ده، ولې متاسفانه طالبان به دا ځکه  ونه مني،چې د اګست تر ۳۰ مې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، مذاکرات پیل شي هغه وخت کې د اوربند امکان شته،د نورو شیانو شته،ولې اوس فکر نه کوم، دوی دې په یوه خبرپاڼه اوربند وکړي.» 

جګړې د افغانانو ژوند له هر بل وخت تریخ کړی دی، اوس مهال د جګړې اساسي قربانیان ولسي خلک دي،چې د جګړو له امله یې خپلې مېنې پرېښي دي 

ټینګار دا دی،چې د سولې خبرې دې ژر پیل شي او د جګړې اړخونه دې سم له لاسه اوربند ته مخه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist