Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري په موخه پر بشپړ اوربند توافق شوی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري په موخه پر بشپړ اوربند توافق شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/20

د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان پلاوو چې د وروستیو شخړو او ستونزو د حل او هواري په موخه وړمه ورځ دوحې ته تللي وو، په مخامخ مذاکراتو کې پر مهمو مسایلو هوکړې کړې.

په دې مذاکراتو کې چې په کې د دواړو خواوو دفاع وزیرانو او د استخباراتي ادارو رییسانو ګډون درلود، پر بشپړ او ماناداره اوربند هوکړه شوې او په راتلونکي کې د خبرو له لارې د ستونزو پر حل توافق شوی.

په هوکړه کې دواړو خواوو دې ته ژمنتیا ښودلې، چې د یو بل پر امنیتي ځواکونو، عامو خلکو او تاسیساتو بریدونه نه کوي او د یوه میکانېزم له لارې به ادعاوې څېړل کېږي.

د اسلامي مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د دوه اړخیزې توافقنامې له مخې، دواړو خواوو سولې، یو بل ته احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا ټينګار کړی، دواړه لوري د ډیالوګ له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي دي، دواړو اړخونو په بشپړ او مانا داره اوربند توافق وکړ، پرېکړه وشوه، دواړه هېوادونه باید د یو بل پر وړاندې د عاداوت هېڅ عمل نه ترسره کوي.»

پرېکړه شوې چې دواړه خواوې به د یو بل پر وړاندې پاروونکي اعمال نه کوي او د توافقنامې له مخې به سولې، درناوي او ښو اړیکو ته ژمنتیا ښيي.

د پاکستان دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم له یادې توافقنامې هرکلی کړی او دغه څه یې د سم جهت پر لور لومړی ګام بللی.

 د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دې مذاکراتو په تسلسل د ترکیې په کوربتوب د بلې هغې ناستې خبر هم ورکړی چې په کې به هغه توافقات وڅېړل شي چې په دې تازه هوکړه کې پرې موافقه شوې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي:« د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه. د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ لړۍ باید ژر تر ژره بنده شي. دواړه ګاونډي هېوادونه به د یو بل درناوی ساتي.»

په دې مذاکراتو کې که څه هم پر مهمو موضوعاتو توافق شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې د هوکړې د نقض په صورت کې به وروستي ګامونه څه وي؟

بل پلو د سیاسي چارو شنونکي تېر ته په کتو د پاکستان له لوري په هوکړه کې د درج شویو مواردو پر عملي کېدا شک ښيي.

د دوی په نظر د کابل او اسلام اباد ترمنځ مسایل هغه مهال په اساسي توګه حل کېدا شي چې د پاکستان پوځي رژیم له خپلو بې‌ځایه غوښتنو او توقعاتو لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« کېدی شي چې اوسنی تشنج تر یوه حده پورې راکم کړي، دا تشدد چې رامنځته شو، دا هم راکم کړي، خو د دې مسالې دایمي حل نه دی، دایمي حل هغه وخت کېدی شي چې پاکستان له دغو تورونو لاس واخلي، خپلو ستونزو ته پام وکړي.»

دا داسې مهال ده چې د پاکستان پوځي رژیم په پرلپسې ډول د افغانستان هوايي حریم نقض او په پلازمېنه کابل، پکتیکا او کندهار کې یې پر عامو افغانانو ړندې بمبارۍ وکړې چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

اسلامي امارت هم د کندهار په سپین بولدک او د ډیورند فرضي کرښې هاغاړه یې د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو انتقامي بریدونو کې ګڼو ځواکونونه درنه مرګ‌ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist