Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېيم پړاو خبرې نن په ترکيه کې پيل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

ټاکل شوې نن پنج ‌شنبه يو ځل بيا ترکیه کې د افغانستان او پاکستان پوځي رژيم ترمنځ د درېيم پړاو مذاکرات پيل شي.

دا ځل یې له تېر دويم پړاو سره توپير په دې کې دی چې په کې به د دواړو هېوادونو د لوړې کچې پلاوي ګډون وکړي او پر يو لړ مسايلو د هوکړې احتمال شته.

شمشاد ته د حکومت یوې سرچينې منلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په درېيم پړاو مذاکراتو کې به د افغانستان پلاوي مشري د استخباراتو عمومي ریيس عبدالحق وثيق کوي او دغه راز به د پاکستان استخبارتي ادارې ریيس عاصم ملک د مقابل لوري مشري پر غاړه ولري.

سرچینه په دې اړه وايي: « دا ځل د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د مذاکراتو مشري د افغانستان او پاکستان د استخباراتو مشران کوي. د افغانستان پلاوي مشري د استخباراتو عمومي ریيس مولوي عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي ‏مشري به د دې هېواد د استخباراتو ریيس عاصم ملک کوي. د مذاکراتو دا پړاو د پنج ‌شنبې په ورځ په استانبول کې پیل کېږي.»

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو په دويم پړاو کې پاکستاني پلاوي د پرېکړې صلاحيت نه درلود، خو شنونکي په دې نوي پيلېدونکي پړاو کې پر يوه مکانېزم د سلا کېدو تمه لري.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله هوتک وايي: « دوی کولی شي په افغانستان د پاکستان د لاسوهنو او نامشروع غوښتنو په تړاو شته اسناد د هغوی مخې ته کېږدي. په مذاکراتو کې د پاکستان ټیم هم باید دغې مداخلې ته د پای ټکی کېږي. جګړه د حل لاره نه ده او دواړه هېوادونه په کې زیان ویني، نو باید هڅه وشي چې د خبرو اترو له لارې یوه حل لاره ورته پيدا شي.»

ځينې نور شنونکي د خبرو له لارې د ستونزو حل په اړه د حکومت د دريځ ملاتړ ترڅنګ غوښتنه کوي چې د درېيم پړاو مذاکراتو په نتيجه کې دې د کېدونکو ژمنو په اړه له پاکستان تضمين واخيستل شي.

د چارو شنونکی توریالی همت وايي: « اسلام دا وايي چې په سوله کې خیر دی، همدارنګه واقعیت هم همدا دی چې چېرته جګړه وي هلته ستونزې وې، لارې بندېږي، تجارت په درېږي. یوازې تېر شلو ورځو کې دواړو غاړو ته سل میلیون ډالره زیان اوښتی.»

د راپورونو له مخې، د افغانستان پلاوي د مذاکراتو په دويم پړاو کې له پاکستانه د تضمين غوښته دا وه چې خاوره او هوايي حريم به يې د افغانستان پر وړاندې د بريدونو لپاره نه کارول کېږي، خو له دې کار د پاکستان شاتګ د دې سبب شو چې مذاکرات اوږده او پايله يې ډېره احساسېدونکې نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist