Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو

admin by admin
2022/09/12

د افغانستان،ازبکستان،قرغزستان او چين ترمنځ د اقتصادي هليز د را منځته کولو په موخه تړون لاسليک شو. 

مسولين وايي،د دې تړون له مخې به د یاد دهليز له لارې سوداګريز توکي د چين، قرغزستان  او ازبکستان له لارې افغانستان ته راوړل کيږي.

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا د  ياد تړون لاسلیک کول د هېواد سوداګرۍ د بقاء لپاره ښه پیل بولي. 

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« د هرې نوې بديلې لارې پرانېستل د افغانستان پر اقتصاد مستقيما اغيز لري او دا کولی شي،چې يو ښه فرصت د افغانستان تجارانو لپاره که هغه د صادراتو په برخه کې وي او يا هم د وارداتو په برخه کې وي، په لاس کې ورکړي،تر څو وکولی شي، له هغې لارې خپل توکي په ښه بڼه باندې د سيمي هېوادونو ته او يا هم پر نړيواله کچه صادر کړي.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي،چې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره هر صادراتي او وارداتي تړون په هېواد کې د شته اقتصادي ناورین د مخنيوي او د سوداګريزو توکو د زيان مخنيوي لپاره ښه ګام دی. 

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالبصیر ترکی وايي:« زموږ تجاران وروڼه،چې په صنعت کې تولیدات لري په کراچۍ بندر کې په مياشتو مياشتو یې کانتينرې دريږي،اوس هم ادامه لري او همداسې په تورخم کې ولاړ ول، نو دا به لویه لاسته راوړنه وي،که چيرې دا تفاهم نامه عملي شي.» 

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز بیا وايي،غوښتنه یې دا ده،چې د سوداګريزو توکو د ښه لیږد او اقتصادي ودې لپاره دې د ځمکې له لارو سربېره له هوايي هليزونو هم ګټه واخېستل شي. 

عزيز زیاته کړه:« که موږ کولی شو،چې د ځمکنيو لارو تر څنګ په هوايي لارو هم بحث وکړو دا هم کولی شي،چې د افغانستان لپاره ګټور وي.» 

د منځۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ څلور اړخيز تړون د اوسپنۍ پټلۍ ملي ادارې د مسولينو له لوري لاسليک شوی  دی،چې د چين د توکو له  وارداتو سربېره د هېواد توليدات له همدې لارې تر چين پورې رسول کيږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist