Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او آذربایجان چارواکو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

د افغانستان او آذربایجان چارواکو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/25

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین په افغانستان کې د آذربایجان له شارژدافیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې مهمې بلل شوې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې.

د آذربایجان شارژدافير په دې لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او له همدې کبله یې افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی او افغان ډېپلوماټان یې هم منلي دي.

د بهرنیو چار وزارت د وياند مرستيال ضیاء احمد تکل وايي: « په دې کتنه کې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د آذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.»     

افغان لوري د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د تېر ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نوامبر کې د اقلیم بدلون یا کاپ۲۹ سرمشریزې ته د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازي له وربللو هم مننه کړې.

آذربایجان په لومړي ځل د تېر لمریز کال په وري میاشت کې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیست چې وروسته بیا افغانستان هم دغه هېواد ته د سفیر په کچه خپل ډېپلوماټان واستول.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « آزربایجان هغه هېواد دی چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي. موږ کولی شو د هغوی له لارې له نورو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه ترکیې سره ښې او غوره اړیکې جوړې کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « که موږ وکولی شو چې له دې هم زیات د آزربایجان هېواد اعتماد خپل کړو، دغه هېواد کولی شي د افغانستان لپاره یو ښه لابیګر جوړ شي.»

ځینې نور بیا د آذربایجان په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د هراړخیزو اړیکو ټینګښت او پراختیا په اوسنیو شرایطو کې د سرپرست حکومت له مهمو اړتیاوو بولي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د اړیکو پراختیا د افغانستان د خلکو پر اوسني وضعیت ډېر مثبت اغېز لري. دا په هغه صورت کې چې دغه اړیکې ډېپلوماټیکې وي او د دواړو طرفونو ګټې په پام کې ونیول شي، نه دا چې د سیمې هېوادونه یا د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو په بدل کې د امتیاز غوښتنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو سره که څه هم پر نړیواله کچه اړیکې عادي حالت ته نه دي راغلي؛ خو له دې سره د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره افغانستان دا مهال له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره مستقیمې عادي اړیکې لري چې آذربایجان یو له هغو دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist