Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان اوسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنه: هېواد ته د سیخ ګول قاچاق مخنیوی نه دی شوی

admin by admin
2021/06/29

د اوسپنې ویلي کولو کارخونو ټولنې د یوې خبرې ناستې پر مهال په مالیې وزارت نیوکه وکړه،چې د بېلابېلو هېوادونو زرګونه ټنه ګول سیخ پرته له محصول او مالیې هېواد ته واردېږي او په خبره یې د دوی کار یې له سقوط سره مخ کړی دی.

دغې ټولنې خبرداری ورکړ، که هېواد ته له بهره د ګول سیخ قاچاق مخنیوی ونه ‌شي خپلې کارخونې به وتړي.

د اوسپنې ویلي کولو ټولنې مشر پروېز حاجي زاده وايي:« زرګونه ټنه ګول سیخ د افغانستان د ګمروکونو له لارې په قاچاقي ډول راځي او هېڅ ډول مالیه حکومت ته نه ورکوي چې د اوسپنې قاچاق به د دې لامل شي،چې د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو کارخونې به وتړل شي.»

پر قاچاق سربېره د دې ټولنې بله نیوکه دا وه،چې وروستیو دوه میاشتو کې د برېښنا له کمښت او پارچوۍ سره مخ شوي، کار یې سخت شوی او ډېری کارخونې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د اوسپنې  اوبو کولو ټولنې غړی عصمت الله وردګ  وايي:« موږ یوازي په کارخونو کي دوه ساعته بریښنا لرو،چې دا د دې لامل کېږي،چي زموږ د اوسپنې اوبه کولو کارخونې سقوط شي،ځکه سلګونه کسان له  موږ سره کار کوي.»

د مالیې وزارت بیا ګمرکونو کې د  سیخ ‌ګول قاچاق نه تائيدوي او نه هم ردوي، خو زیاتوي چې په لویو ښارونو کې یې د اوسپنې قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي او ترڅنګ یې په ګمروکونو کې د اوسپنې د ویلي کولو د کارخونو یو یو استازی هم د نظارت په برخه کې ګومارل دی.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وايي:« د مالیې وزارت د هېواد په لویو ښارونو کي د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدمات کړي دي او له ګمروکونو څخه د سیخ ګول او د اوسپنې د قاچاق د مخنیوي لپاره د اوسپنې د اوبه کولو فابریکو یو یو استازی هم ټاکلی دی.»

د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو ټولنې د مالوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د اوسپنې ویلي کولو شااوخوا ۵۰ کارخونې فعالیت کوي، چې شااوخوا ۵۰۰ میلیونه ډآلر پانګونه پرې شوې او ۵۰۰۰ کسان په کې پر کار بوخت دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist