Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته د جون په۳۰مه جوړېږي

د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته د جون په۳۰مه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/23

ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې مشورتي ناستې د جوړېدو نېټه اعلان کړې.

دې سازمان په يوه اعلاميه کې ویلي دا دوه ورځنۍ غونډه به د جون په ۳۰ او د جولای پر لومړۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو کابل ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو د سفر په پای کې اعلان کړی، چې له سرپرست حکومت یې رسماً  د دوحې په ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر لا همغږۍ، انسجام او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ، انسجام او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی. دا ناسته به د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ دوام وکړي او دې ناستې ته طالب چارواکي هم بلل شوي.»

د ملګرو ملتونوسرمنشي مرستیالې کابل ته په سفر کې د رئیس الوزرا له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ډول د دوحې د درېیمې ناستې په اړه خبرې کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان روان وضعیت لپاره مهمه بولي او زیاتوي، چې سرپرست حکومت ته هم پکار ده څو له یوې پیاوړې اجنډا سره په کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی وايي: « هلته به په ټولو هغو موضوعګانو خبرې کېږي چې اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې ناسمه پوهه رامنځته کړې ده او له امله یې پر سرپرست حکومت بندیزونه لګول شوې دي او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی؛ نو په دې ټولو مسایلو به بحث کېږي. اصلي موضوع دا ده، چې هلته به اسلامي امارت ته د نړیوالو شرایط او اجنډا به څه وي، ایا د تېرو دوو غونډو په څېر به دا ځل هم له اسلامي امارت سره ورته چلن کوي؟ او یا به په خپلو پالېسیو کې بدلونونه راوړي؟»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « زما په نظر د ملګرو ملتونو له لوري په دوحه کې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره اغېزمنه او ګټوره ده، ځکه یو خو د ملګرو ملتونو د سازمان خاص استازي ټاکي چې دا به خاصې برنامې لري او نوي پړاوونه به افغانستان ته راځي او له بل لوري هڅه کېږي چې طالبان هم ګډون وکړي او دوی خپل شرایط هم لري چې هغه سربېره له دې چې له تور لېسته ووځي او د سفر بندیزونه یې له منځه لاړ شي غواړي چې له نړیوالو سره تعامل هم وکړي او دې ته زمینه برابره شي، دا به افغانستان له منزوي حالته وباسي؛ نوهرومرو به  مقابل لوری هم دا شرایط لري چې د بشر حقوق دي او نجونو ښوونځي او د ښځو کار او همداسې د ایتلافي حکومت جوړول او اساسي قانون رامنځته کول او دواړه لوري چې شرایط ومني دا د افغانستان او ملت په ګټه ده او راتلونکي لپاره یو ګټور ګام دی.»

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې دویمه مشورتي ناسته د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې جوړه شوې وه. دې ناستې ته د سرپرست حکومت استازي بلل شوي وو، خو سرپرست حکومت په کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي وو، چې د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شول او په دې توګه یې په کې ګډون ونه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist