Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اطلاعلاتو او کلتور وزارت: اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې لاهم ستونزې شته

د اطلاعلاتو او کلتور وزارت: اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې لاهم ستونزې شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/29

د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په کابل کې د دولتي چارواکو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو له خوا ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي اعتراف کوي چې لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې يو لړ ستونزې شته، خو ډاډ ورکوي چې ژر به يې حل کړي.

چارواکي اطلاعاتو ته لاسرسی د ولس اساسي حق ګڼي او زیاتوي چې ټول دولتي بنسټونه باید په دې برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس رحمت‌الله نړیوال وايي:« اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې او خنډونه وو او شته دي. اسلامي امارت او د اطلاعاتو او کولتور وزارت دغه تشه درک کړې او له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست په کار پيل کړی. دغه ریاست هڅه کوي هغه ستونزې له منځه یوسي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې شته دي.»

له دې سره، د رسنیو استازي هم شکايت کوي چې اطلاعاتو ته د محدود لاسرسي له امله د د دولتي ادارو وياندويان د مالوماتو په شريک کولو کې له خبريالانو سره همکاري نه کوي.

دوی ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بهرنيو رسنيو پر ځای کورنيو رسنيو ته په ټاکلي وخت د مالوماتو په شريک کولو سره ارزښت ورکړي.

د شمشاد راډیو ټلویزیون د خپرونو مسوول نجیب الله انورزی وايي: « نړیوالو او بهرنیو رسنیو ته ډېر اهمیت او مالومات ورکول کېږي؛ له اطلاعاتو او کلتور وزارت غوښتنه کوو چې ترڅنګ یې کورنیو رسنیو ته هم پاملرنه زیاته کړي.»

د آریانا ټلویزیون د خپرونو مسوول مجیب الرحمن بهیر وايي: « حکومتي مسوولینو! په ډېر درناوي درنه غوښتنه کوم چې د خبریالانو ستونزې درک کړئ. خبریالان د ټولنې دروند مسوولیت پر اوږو وړي. زموږ خبریالان ځینې حکومتي ویاندویانو ته ورځي یا په واټسپ کې ورته مسېج پرېږدي، خو څوک ځواب نه ورکوي. هیله لرو د خبري توازن برابرېدو لپاره دولتي مسوولین د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.»

په ورته مهال، د رسنیو ملاتړي بنسټونه د رسنیو قانون د توشېح او دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د جوړېدوغوښتنه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقديم ویاړ وايي: « زما ټینګار دا دی چې په دې برخه کې دې پخوانی کمیسیون بېرته فعال شي، خپلواکي دې ولري او اړوند تشکیلات دې ورکړل شي.»

د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې مشر حفيظ‌الله بارکزی وايي: « که څه هم د اطلاعاتو او کولتور وزارت ځینې کمیسیونونه فعال کړي، خو که اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هم بېرته فعال شي، ښه پایله به ولري.»

له دې سره، چارواکي وايي د رسنیو قانون یې له بیا کتنې او تغییراتو وروسته د اسلامي امارت مشرتابه ته د توشېح لپاره استولی او په نږدې راتلونکي کې به توشېح شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي: « د قانون تشه یوه لویه ستونزه ده چې باید ډېره ژر او په غوره بڼه ډکه شي. دغه قانون د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی او ډېر ژر به توشېح شي. زه رسنیو ته ډاډ ورکوم چې د دوی ستونزې به هوارې شي او هغه حقوق به ورکړل شي چې په اسلام کې ژورنالیستانو او رسنیو ته ورکړل شوي.»

یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولین هم اطلاعاتو ته د لاسرسي نه لرلو له امله شکایت کوي او وايي، د ځینو دولتي ادارو چارواکي خبریالانو ته مالومات نه ورکوي او د ځينو نورو بیا په ډېرې سختۍ له رسنیو سره مالومات شریک کوي.

خبریال صفي‌ الله منطق وايي: « غوښتنه دا ده چې لږترلږه اسلامي امارت په لویه کچه وکولی شي د یوه قانون په چوکاټ کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږي.»

خبریال علي اکبر احمدي وايي: «له بده مرغه په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته لاسرسی او د حکومتي ویاندویانو موندل خبریالانو ته یو لوی سرخوږی جوړ شوی. کله چې موږ اړتیا لرو، حکومتي ویاندویان په ټاکلي وخت او کره اطلاعات زموږ په واک کې نه راکوي.»

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په ۲۰۱۵ کال، د سپټمبر ۲۸مه مالوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بېوزلۍ له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو رامنځته کولو په هدف، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان کړه او ورپسې په ۲۰۱۹ کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوه؛ له هغې راهیسې په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist