Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان: په ټول قوت سره افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوو

د اسلامي همکاریو سازمان کابل کې خپل دفتر پرانېست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/07

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو له خپلې پریکړې درې میاشتې وروسته د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۵ مه» په کابل کې خپل دفتر پرانېست او ځانګړي استازي یې دنده پیل کړه .

یاد سازمان خبر ورکړی دی،چې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي یې په کابل خپله رسمي دنده پیل کړې او هڅه به وکړي،چې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي. 

له دغه سازمان غوښتنه دا ده،چې د افغانستان دایمي ثبات،پرمختګ او د افغانانو ژوند  ښه والي لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په همغږۍ په سترو بنسټيزو او پراختیايي پروژو پانګونه وکړي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان باید په افغانستان کې په پراختیايي پروژو کې پانګونه وکړي. افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي، د طالبانو له مشرانو سره باید مرسته وکړي،چې سولې  ټیکاو او پرمختګ ته لار اواره شي. په لویه کې باید د افغانانو ژوند ښه والي او ځان بسیاینې لپاره ځینې لوي پروژې باید ترسره کړي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي،چې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ د سازمان لپاره د ښځو وضیعت ښه والی مهم و او د نجونو ښوونځیو او د پوهنتونو په پیل کیدو سره تر ډېره دغه ستونزه حل شوې. 

 دوی وايي، اوس باید په مستقیم ډول له دغه سازمان سره خبرې وشي،ترڅو له افغانستان سره د بشري مرستو جوړ شوي صندق ته پیسې ولیږدوي.

 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي  وايي:« د اسلامي هېوادونو لپاره په افغانستان کې د ښځو د وضیعت ښه والی مهم وو او دی.د نجونو د ښځوونځو او پوهنتونونو خلاصیدل یو له اساسي ګامونو  دی، چې اخیستل شوی دی. له دغه سازمان سره باید بیا خبرې وشي او هغه وجهي صندق،چې دوی جوړ کړی وو، له افغانانو سره د مرستې لپاره پیسې ورته ځانګړې کړي.» 

د تیر کال په ډيسمبر میاشت کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو په اسلام اباد کې ځانګړې  ناسته رابللې وه او پریکړه یې دا وه،چې د بشري مرستو لپاره به په کابل کې دفتر پرانیزي او افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره به وجهي صندق جوړوي،چې له دغې ناستې درې میاشتې وروسته یې اوس په کابل کې یې دفتر پرانېست او فعالیت یې پیل کړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist