Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت پلاوی په لومړي ځل د اقلیمي بدلون نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي

د اسلامي امارت پلاوی په لومړي ځل د اقلیمي بدلون نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وایي، د دې ادارې سرپرسست  پرمشرۍ یو تخنیکي پلاوی د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د ګډون په موخه آذربایجان ته تللی.

دوی په ياد اقلیمي کنفرانس کې د افغانستان پلاوي ګډون ښه فرصت بولي او زیاتوي چې پلاوی يې په پوره چمتووالي سره په کنفرانس کې برخه اخلي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « د نومبر له یوولسمې تر دوه ویشتمې پورې، په آزربایجان کې د اقلیمي بدلون ۲۹ نړیوال کنفرانس دی. د اسلامي امارت له راتګ راهیسې دا لومړی ځل دی چې موږ دغه ډول یوه کنفرانس ته غوښتل کېږو. موږ به کوشش وکړو په دې کنفرانس کې د افغانستان هغه زیانونه او ستونزې له نړیوالو سره په مختلفو فورمونو کې شریکې کړو چې د اقلیم د بدلون له امله ور اوښتي. دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړو.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت هم په یاد کنفرانس کې د افغان پلاوي ګډون یو ښه فرصت بولي او زیاتوي، پلاوی به له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په تړاو د افغانستان غوښتنې له نړۍ سره شریکې کړي.

فطرت زیاتوي: « د اسلامي امارت له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې کچه یو پلاوی د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي. دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی؛ ځکه چې افغانستان له اقلیمي بدلون  زیانمن او آسیب پذیر هېواد دی. دغه پلاوی به وکولی شي د افغانستان د اقلیمي بدلونونو او دغه راز د چاپېریال په برخه کې له نړیوالو سره د همکاریو د پیاوړتیا او په دې برخه کې نړیوالو مالي مکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او د دې ترڅنګ له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان غوښتنې شریکې کړي.»

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس نن د نومبر پر ۱۱ مه د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې پيلیږي.

 ټاکل شوې، دغه نړیوال کنفرانس د نومبر تر ۲۲ نېټې ادامه ولري او په کې د اقليمي بدلون د ناوړه پايلو، اغېزو او د مخنیوي لارو چارو په تړاو بحثونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist