Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت  نظامي محکمې  یو شمېر مجرمین محاکمه کړل 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/14

په هغه خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارتویاند ذبیح الله مجاهد  پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، په کې ویل شوي، د اسلامي حاکمیت د ټینګښټ په موخه او د اسلامي امارت د غړو له نومه د ناوړې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره یې یو شمېر هغه کسان،چې د امارت له نوم په استفادې یې جرمونه ترسره کړي ول ،محاکمه شول .

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو مجرمینو کې اوه تنه د اختطاف، یو تن د قتل او یو بل بیا د غلا  په جرمونو محاکمه شوي او سزاګانې ورکړل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلالکریمي وايي:« دغه نظامي محکمه د هغو کسانو لپاره جوړه شوې،چې هغه ځانونه د اسلامي امارت غړي بولي او بیا جرمونه ترسره کوي،چې د هېوادوالو د ځورونې لامل کېږي. نو هغه کسان په دې کې نیول کېږي او بیا محکمه یې په اړه پرېکړه کوي.» 

د جمهوریت پرمهال دغه ډول محکمې علني ترسره کیدې او د رسنیو پر وړاندې به مجرم ته سزا اورول کیده .

د اسلامي امارت دغه اقدام ستایل شوی دی،چې هغو کسانو ته یې د محکمې پرمټ سزا ورکړې،چې د اسلامي امارت له نوم یې په ګټې اخیستنې سره ستر او واړه جرایم ترسره کړي وو.

کارپوهان وايي، د یوه  حکومت دغه ډول اقدام کولای شي،چې ټولنه کې قانون پر ټولو یوشان پلی شي او پر دولتي مجرمینو د قانون تطبیق د خلکو ترمنځ د قانون درناوی زیاتوي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« که چیرې یو حکومت غواړي،عدالت تامین شي او ټولنه قانون منده شي،لومړی باید په دولتي مجرمینو قانون پلی شي او په دې صورت کې د یوې ټولنې ټول وګړي قانون ته غاړه ږدي او د قانون درناوی کوي.»

د اسلامي امارت  نظامي محکمه د هغو کسانو دوسیې څیړي او پریکړې پرې کوي،چې ځان د اسلامي امارت غړي بولي او بیا جرمونه ترسره کوي او د خلکو د ځورونې لامل کیږي. 

له دې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه ډاډ ورکړی و،چې هیڅ څوک له قانون پورته نه دي او محکمه دا حق لري،چې تورن کسان که هغه د رهبرۍ ترکچي هم وي،خپل سپیناوي ته راکش کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist