Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه په حکم د اصلاح او روزنې له مرکزه ۲۸ تنه ماشومان رخصت شول

د اسلامي امارت مشرتابه په حکم د اصلاح او روزنې له مرکزه ۲۸ تنه ماشومان رخصت شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/09

د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، د اختر را رسېدو په مناسبت ۲۸ تنه ماشومان د اصلاح او روزنې له مرکزه رخصت شول او په ياد مرکز کې د ۳۱ نورو ماشومانو د اصلاح موده له یوې تر شپږو میاشتو را کمه شوې ده.

مسوولین د پاتې ماشومانو کورنیو ته په دې مرکز کې د هر ډول ښوونیزو او خوراکي موادو د شتون د ډاډ ترڅنګ، د دې ماشومانو له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته ځیرک مبایلونه ورنه کړي او پر ځای دې زده‌کړو او خپل راتلونکي ته وهڅوي.

د زندانونو چارو  د سمون ادارې نظامي مرستيال حبیب الله بدر وايي: « د دغو ماشومانو د کورنیو غړیو ته ډاډ ورکوم چې دا د جمهوریت وخت نه دی اسلامي امارت دی، په الله مې دې قسم وي چې هر څومره راته زمینه برابره شي او په کلونو کور ته لاړ نه شم؛ خو ستاسو ماشومانو ته به زه زده کړې او ترتیب جوړوم.»

د دې مرکز مسوولین بیا وایي، د روژې له پیل راهیسې تر دې دمه ۸۱ ماشومان خوشې شوي، چې په دې مرکز کې د شته ماشومانو درېیمه برخه تشکیلوي.

 د يادو ماشومانو له ډلې ۲۳ تنه د مواد مخدر له اختصاصي مکحمې له لوري ازاد شوي، چې پاتې هغه یې په جنایي جرمونو نیول شوي وو.

د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز رئیس نظرمحمد ناصري وايي: « موږ له تاسو غواړو چې دلته مو ښوونځی ولوسته، مدرسه مو ولوسته، چې کورونو ته لاړئ هم مدرسه او ښوونځی تعقیب کړئ.»

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محاکمو د ارتباط امر محمد زمان رحماني وايي: « ۲۸ کسان د امیرالمومینین حفظه الله د حکم او د سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د شنبې په ورځ د اصلاح او روزنې مرکز له قیده خوشې شول او ۲۳ کسان نور چې د نشه‌يي توکو په قضیو تورن وو د نشه يي توکو د اختصاصي محکمې له لوري تېره ورځ خوشې شول.»

د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د روزنې مسوولین وایي، پر خوراکي توکو سربېره یې ماشومانو ته د زده‌کړو په برخه کې هر ډول امکانات برابر کړي او له پاتې ماشومانو غواړي، چې له دې ځایه له ازادېدو سره سم خپلو زده‌کړو ته پاملرنه وکړي.

بل لور ته خوشې شوي ماشومان هم د اصلاح او روزنې له دې مرکز خوښي څرګندوي او په خبره یې له ازادېدو وروسته به په دې هڅه کې وي، چې خپلو لوړو هیلو ته ځان ورسوي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د لېسې مشر محمد شفیق حقپال وايي: « په دې مرکز کې ټولو ماشومان لپاره د هغوی له سویې سره سم د زده کړو زمینه برابره شوې ده. موږ د دې ماشومانو له کورنیو غواړو چې کله د دوی ماشومان له دې ځایه خوشې کېږي نو دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي او توصیه مو خپلو زده کوونکو ته هم دا ده چې که غواړئ په دنیا او اخرت کې بریالي اوسئ؛ نو خپل دین او قلم ته مخه کړئ.»

یو تن خوشې شوی ماشوم سیر وايي: « اووه نیمې میاشتې کېږي زه دلته راغلی وم او له اسلامي امارته راضي یو، ښوونځی، درسونه، مدرسه هر څه راته برابر وو، اوس دا دی خوشې شوم نور به هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. حرفوي زده کړې هم راته برابرې وې، سهار لخوا ښوونځي ته تلو او وروسته مو نورې برخې پرمخ وړلې، پنځه وخته مو په جماعت لمونځ کولو.»

د اصلاح او روزنې په دې مرکز کې ټول هغه کسان چې اوسېږي د اختر په را رسېدو سره له جامو سربېره ټولو ته اختریزې ډالۍ هم ورکړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist