Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی

د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/08

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی متحده عربي اماراتو ته رسېدلی.

بهرنیو وزارت د دې سفر موخه د اماراتو هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او دغه راز د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، تللی پلاوی به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې ولري.

د بهرنیو چار وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی. په پام کې ده چې د دې سفر په لړ کې به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دواړو خواوو د لېوالتیا وړ پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې ولري.»

کارپوهان بیا دا سفر یو مهم ګام بولي او وايي، له متحده عربي اماراتو سره د سیاسي اړیکو ټینګښت افغانستان رسميت پېژندنې ته نږدې کوي.

دوي په دې باور دي چې متحده عربي امارات د مهمو سیاسي هېوادونو له ډلې دی او دغه سفر کولی شي د افغانستان سیاسي انسداد مات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د وزارت خارجې سرپرست ښاغلی متقي او د ده د پلاوي لیده کاته د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره چې متحده عربي امارات هم له اقتصادي لحاظه، د سوداګرۍ له لحاظه د افغانستان لپاره ډېر مؤثر او مفید واقع کېږي او له سیاسي اړخه؛ ځکه یو با نفوذه هېواد دی، د سي سي او ګلف هېوادونو په منځ کې راځي او د نړۍ ډېرې اړیکې هم ورسره دي. له دې طریقه کېدای شي چې نړیوال هم دېته وهڅول شي چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او هلته زمینه د رسمیت پېژندلو تعامل ته مساعده کړي. نو دا ډېر ښه اقدام ده چې دا دریچه موږ سره راوازه شي او روابط جوړ شي.»

د چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « متحده عربي امارات د افغانستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې ډېر مهم هېواد ځکه دی چې زموږ اقتصادي، ټرانزیټ او ډیپلوماټیکې اړیکې له همدې لارې څخه له نړۍ سره مخ په غوړښت دي. د ښاغلي متقي سفر په حقیقت کې یو بریالی ګام دی چې د دغو اړیکو د پراختیا لپاره، د سیمې سره د اړیکو د ښه والي لپاره په حقیقت کې د یوې پیلامې په توګه کېدای شي چې د سیمې نور هېوادونه هم له افغانستان سره د تعامل، د اقتصادي اړیکو، د افغانانو د تګ او راتګ  او په نورو مسایلو باندې تر بحث وروسته نتیجې ته ورسېږي.»  

ځینې نور بیا متحده عربي امارات له اقتصادي پلوه ځواکمن هېواد ګڼي او زیاتوي چې د کابل او ابوظبي  ترمنځ اړیکې به د سرپرست حکومت د اقتصادي او سوداګریز تعامل لمن نوره هم پراخه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د دولت روابط ځکه تر بل هر وخت ډېر مهم دي چې متحده عربي امارات هم په سیاسي لحاظ خپل اهمیت لري او هم په اقتصادي لحاظ او د تجارت په هکله هم ښه شهرت لري. زه دا سفر نېک بولم او باید په آینده کې هم ترسره شي.» 

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې ریيس عزت‌ الله نیازی وايي: « دغسې سفرونه په داسې حالاتو کې د افغانانو لپاره او د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره ډېر مهم او ګټور دي. دا سفرونه او اړیکې به وکولی شي د سرپرست حکومت ډیپلوماټیکې اړیکې له هېوادونو سره، هغه تعامل چې له هېوادونو سره یې لري، د دغو اړیکو ساحه به لا پسې پراخه کړي. متحده عربي امارات تل له افغانانو سره په سختو حالاتو کې څنګ په څنګ ولاړ دي.»

سره له دې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو کابل بیا هم له ګڼ شمېر هېوادونو سره تعامل لري او ډیپلوماټان یې تګ راتګ کوي. د نړیوالو حقوقو پربنسټ، دا ډول اړیکې خاموشه رسمیت پېژندنه ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist