Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت له لوري د بشرحقونو خپلواک کمېسیون لغوه کېدو نړیوال بنسټونه اندېښمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/30

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته بند وه،خو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اسلامي ‌امارت د مشرتابه  فرمان له مخې،له حکومتي تشکیلاتو اېستل شوی او رسما لغوه اعلان شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري د اسلامي‌امارت دغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او دا یې د افغان ټولنې او افغانانو لپاره شاته تګ بللی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د بشر حقونو کمېسیون لغوه کول به له افغانستان سره د نړیوالو پر اړیکو او مرستو بدې اغیزې ولري.=

 دوی ټېنګار کوي،چې اسلامي امارارت بايد ملي مسایلو ته په پام د ټولنې د ټولو وګړوحقوق په نظر کې ونیسي.       

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« یو خو ځینې ادارې دي،چې ګټورې نه وي، که هغه مدغم شي یا لغوه شي، کومه ستونزه نه شته دی. خو ځینې ادارې،چې شتون یې اړین وي او په عمدي ډول لرې کېږي، نو په دې بیا ډېر پوښتنې هم رامنځته کېږي. لکه د حقوق بشر کمېسیون چې په افغانستان کې وه.»                                                                                                                                                   

د سولې او پراختیا سازمان مشر زمان ګل دهاتي که څه هم د دې کمېسیون له تیرو فعالیتونو او لاسته راوړنو ناخوښ دی،خو پر بیا فعالولو یې ټینګار لري.

هغه زیاته کړه:«  طالبان وايي،چې دوی د شریعت  او اسلام په چوکاټ کې خلکو ته بشري حقونه ورکړي دي او ورته ژمن دي.خو بشري حقونه، چې  د بشر حقوقونو په نړیواله اعلامیه کې ذکر شوي او نړیوال یې تعریف کوي، د دوی ترمنځ تر اوسه پورې توپیر او  د لوري اختلال شتون لري.» 

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان اسلامي‌امارت د مشرتابه د فرمان له ‌مخې ځینې، ادارې او کمیسیونونه لغوه اعلان شول، چې د ملي شورا دارالنشا‌ء او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم په‌ کې شامل ول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist