Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر چارواکو ته؛ خلک په زور نه خپلېږي په امانتدارۍ او معنویت یې راخپل کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/13

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپلې تازه وینا کې د نظام او خلکو په تړاو چارواکو ته یو لړ سپارښتنې کړې.

اخوندزاده د نظام ټینګښت او پایښت لپاره د خلکو د باور جلبول مهم ګڼلي او زیاتوي چې په زور خلک نه خپلېږي بلکې په امانتدارۍ او معنویت سره شونې ده چې خلک د نظامونو ملګري شي.

د اسلامي امارت رهبر وايي، تېر نظامونه هغه مهال له منځه لاړل چې د خلکو باور یې له لاسه ورکړ.

هغه زیاته کړې:« دا خلک پر خپل معنویت باندې راټول کړئ، پر خپلو تأثیراتو یې راټول کړئ او په خپله امانتدارۍ یې راټول کړئ. په زور یې نه شی د ځان کولی؛ زموږ معنویت دا دی چې مکمل له نظام سره مخلص شئ، بس خلک درسره ملګري کېږي او اطاعت مو کوي. که یوځل خلک درباندې بې اعتماده شول، دا مخکې نظامونه چې تباه شول همدا وجه وه چې د خلکو بې اعتمادي پرې راغله.»

د اسلامي امارت رهبر همداراز ټینګار کړی چې باید نظام کې داسې کسان وګومارل شي چې ولس او نظام ته یې ګټه ورسیږي.

 نوموړي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې کار اهل کار ته وسپاري او ځانونه له بدنامۍ وساتي.

د اسلامي امارت رهبر شېخ هبة‌الله اخندزاده ویلي:« کوشش وکړئ داسې خلک په نظام کې راولئ چې نظام ته نفع ورسوي او ګټه ورسوي. په نظام کې به اهلیت مراعاتوو، چې اهل یې نه دی مه یې ورکوه، دا امانت اهل ته ورکړه، دا چې ستا ورباندې وسیله ده ماته یې پېشنهاد کړه ماته، زه به یې د کور تنخوا هم ورته مقرره کړم، معاش به یې هم ورکړم او هرڅه امکانات چې وي هغه به ورته مقرر کړم، قدر او عزت به یې وکړم، خو کار اهل کار ته ورکړه. له بدنامیو ځانونه وساتئ، خلک خبرې در پسې کوي.»

د سلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، خلک پر سرپرست حکومت اعتماد لري او هیله مند دي چې په راتلونکي کې به اسلامي امارت د دوی پر ګټه وي.

د اخوندزاده په خبره، که کار اهل کار ته ونه سپارل شي، بې له شکه نا اهل کسان هم نظام او هم خلک برباد کړي.

هغه زیاتوي: « نن د خلکو پر تا اعتماد دی چې دا اسلامي امارت به په راتلوونکې کې موږ ته ګټې راوړي او زموږ پر نفع به وي. که دا شی راغی او کار غیر اهل ته وسپارل شو، بیا نو دا یقیني ده چې هغه په نظام نه پوهېږي او نظام به چپ چلوي، لکه یوه موټروان چې موټر نه وي زده او ته موټر په لاس ورکړې او ورته ووایې چې په دې بازار کې یې وچلوه، دا موټروان هم ځان تباه کوي هم خلک.»

د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغانیار وايي: « ټینګار شوی چې افراد باید د مسلکي تعهد او تخصص له مخې وګومارل شي، دا یو مثبت ګام دی. دا به هم د خلکو د خوښۍ سبب شي او هم به خلکو ته په مسلکي او معیاري بڼه د خدمتونو رسولو سبب شي؛ ځکه چې هر کس ته د خپل مسلک او تخصص له مخې ځای ورکول کېږي. دغه ګام شاید هغه مثبت ګام هم شي چې نړۍ له افغانستان سره لا ډېر تعامل وکړي.»

دا لومړۍ ځل نه دی چې د اسلامي امارت رهبر د کار اهل کار ته سپارلو سپارښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په نظام کې د وړ او شایسته کسانو پر  ګومارنې ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist