Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر پوليسو ته ؛ له خلکو سره نرم چلن وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/18

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستيو کې په پرله پسې توګه مسوولینو ته له ولس سره د غوره چلن لارښوونې کوي.

اخوندزاده تازه په کندهار کې د پولیسو له اکاډمۍ د نويو پوليسو د فراغت په غونډه کې د خبرو پرمهال سپارښتنه کړې چې پوليس باید د دندې پرمهال له عامو خلکو سره له نرمۍ کار واخلي.

د اسلامي امارت رهبر په دې فراغت غونډه کې چې د سرپرست حکومت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم په کې ګډون درلود، ټينګار کړی چې پوليس دې له ولس سره پر ښه چلن سربېره له بيت‌المال کلکه ساتنه او د خپلو مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي.

هغه زیاته کړې: « تاسې مه مایوسه کېږئ. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او خلک دې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي. له ولس سره نېکه رویه وکړئ، د بیت المال پوره خیال وساتئ، تکبر او غرور مه کوئ دا د الله ﷻ امتحان دی. کوښښ وکړئ چې په ښه ډول کامیاب شي.»

د اسلامي امارت رهبر له دې وړاندې شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال د لومړي ځل لپاره د قوشتېپې کانال او پر همدې کانال له تېر شویو دوو پلونو، ریل پټلۍ او ټرانزیټي لارو لېدنه کړې او ډاډ يې ښودلی چې د ورته ملي پروژو په پلې کولو سره به افغانستان د بهرنيو مرستو له احتياج خلاص شي.

 د سیاسي چارو کارپوهان ولايتونو ته د اسلامي امارت رهبر سفرونه ګټور بولي او زياتوي، په دې توګه پر سرپرست حکومت د خلکو باور لا ډېرېدلی شي.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « له قوشتېپې کانال څخه د اسلامي امارت د رهبر لیدنه څرګندوي چې د اسلامي امارت مشرتابه سترو اقتصادي پروژو ته ارزښت ورکوي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي او وایي، د اسلامي امارت رهبر دې د قوشتېپې کانال په څېر سترو پروژو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو زرګونو خلکو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

 د اقتصادي چارو کارپوه آصف ستانکزی وايي: « رېل پټلۍ، د افغانستان کانونو استخراج او له افغانستان څخه د باندې صادرولو او دغه راز د نړیوال تجارت لپاره ډېره اړینه او حیاتي ده. د اوسپنې پټلۍ او د قوشتېپې کانال په څېر پروژې کولی شي افغانستان یوه خپلواک اقتصاد ته ورسوي.»

د اسلامي امارت رهبر شمالي ولايتونو ته د خپل ۱۴ ورځني سفر په لړ کې له اړوند چارواکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره ليدلي او له دوی يې د شريعت عملي کولو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist