Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: وزیران او کابینه دې نور د سرپرست کلمه نه کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/16

له څلور کلن ځنډ وروسته د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له وزیرانو او د کابینې له غړو غوښتي چې له دې وروسته دې د سرپرست کلمه نه کاروي.

د اسلامي امارت مشر د زمري(اسد) ۲۴ مې یا واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو د ورځې په مناسبت غونډې ته خبرپاڼه کې ویلي، وزیران او کابینه دې د سرپرست له کلمې ډډه وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي:« د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته مو جدي هدایت دی چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې واوسي او د خلکو سوکالۍ او ارامۍ لپاره هڅه وکړي. د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه استعمالوي.»  

په خبرپاڼه کې همدارنګه د اسلامي امارت د مشرتابه له قوله راغلي چې له ۵۰ کلونو وروسته په افغانستان کې اسلامي حکومت حاکم شوی او د شرعي قوانینو له مخې یې خلک له غلا، فساد، غصب، نشه‌يي توکو او چور تالان ژغورلي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان باید د دغو نعمتونو شکر وباسي او که یې ناشکري وکړه، نو لویو عذابونو سره به مخ شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« دا لوی الهي انعامات دي چې باید زموږ خلک یې هېر نه کړي او د فتحې ورځې یادونې پر مهال د الله تعالی ډېر شکر ادا کړي، ترڅو دا نعمتونه نور هم زیات شي. که خدای مه کړه که د نعمتونو شکر ادا نه کړو، ناشکري یې وکړو، بیا به د الله (ج) په سختو عذابونو مبتلا شو.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا دا یو ډول سمبولیک پرمختګ بولي او وایي، اسلامي امارت باید یو داسې سیاسي ځای، ځایګی رامنځ ته کړی وای چې وزیرانو او مسوولینو په کې حساب و کتاب ورکولی.

 د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« دا یو سمبولیک کار دی، کېدی شي یو پرمختګ هم حساب شي، خو افغانان دې ته په تمه دي چې یو قانوني حکومت تشکلیل شي. پارلمان تشکیل شي او د دغو وزیرانو وخت مالوم شي چې څو کاله به دا خلک پر وزارت باندې وي. ولې وزیر کېږي؟  څوک څنګه وزیر کېدلی شي؟»  

ځینې نور بیا د اسلامي امارت مشرتابه لخوا د حکومت کابینې له سرپرستۍ ایستلو ته په اشارې وایي، دا څه به د اسلامي امارت وزیرانو او نورو مسوولینو ته په چارو کې صلاحیت او باور ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« دا په خپل ذات کې هم ښه اقدام هم دی ځکه چې وزیران خپل مسوولیت په پوره ډول پر ځان ومني  او د دوی هغه سندونه چې پاتې کېږي، هغه به هم قانوني وي. ډېر مخکې د دې هېله وه چې سرپرسته کابینه باید ختمه شي او دایمي حکومت رامنځته شي.»

اسلامي امارت داسې مهال خپله حکومتي کابینه له سرپرستۍ وباسي چې د بښنې نړیوال سازمان پر اسلامي امارت غږ کړی چې رسمي حقوقي نظام او د قانون حاکمیت دې رامنځ ته کړي.

د یادونې وړ ده چې څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې پر۱۵مه د مخکېني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، په افغانستان کې د دویم ځل لپاره اسلامي امارت واک ته ورسېد او له هماغې ورځې د اسلامي امارت کابینه سرپرسته روانه وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist