Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د اسلامي امارت رهبر د استخباراتو رياست مسوولینو ته په یوه ورځني اصلاحي سیمینار کې يو لړ مهمې لارښوونې کړې او ټينګار يې کړی چې ياد رياست دې د حکومت او نظام پر وړاندې د هر ډول دسيسو شنډولو هڅه وکړي.

شیخ هبته‌الله اخندزاده که څه هم په واضېحه توګه د کوم لوري او يا هم د پلانونو څرنګوالي يادونه نه ده کړې، خو زياته کړې يې ده چې استخبارات د نظام پر وړاندې د تخريبي پلانونو په شنډولو مکلف دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته په اسلامي نظام کې د استخباراتو پر ارزښت، اهمیت او ضرورت ارزښتناکه وینا وکړه او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر وبلل او ویې ویل، د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري چې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»

د اسلامي امارت مشر د استخباراتو رياست مسوولینو ته له خلکو سره د ښه چلن کولو لارښوونه هم کړې او ټينګار يې کړی چې خلک په شبهاتو کې ونه نیسي.

 نوموړي دغه راز د شريعت په تطبيق او د نظام په اړه د عامه اذهانو په جوړولو کې هم د ټولو ادارو پر ګډو هڅو ټينګار کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « استخبارات له نورو ادارو سره پر ګډه باید د شریعت د تطبیق هڅې وکړي. همدارنګه یې استخباراتي مسوولینو ته توصیه وکړه چې له ولس سره ښه چلن وکړي، په بېځایه شک خلک ونه نیسي، له بندیانو سره ظلم او زیاتی ونه کړي او د اسلامي نظام اسرار او رازونه وساتي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د امنیت او ثبات په ټينګښت کې د استخباراتو رول حياتي بولي او غوښتنه کوي چې دغه ارګان دې د امنيت او ثبات ضد هڅې له هېواد د باندې هم خنثی کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « باید د امنیت د تأمین لپاره ګامونه پورته کړي، ترڅو په دې خطه کې سوله، ثبات، امنیت، سیاست او اقتصاد وده وکړي او د دوښمن له چل او فرېب باخبره اوسي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « بې له شکه چې استخبارات هغه جزوتام دی چې د یوه نظام او یوه ملت لپاره د امنیت او مصؤنیت او سیاسي ثبات تضمینوي او دغه راز له فکري لحاظه هم کولی شي چې مؤثر واقع شي.»

ځیني نور بیا د امنیتي سکټور مسوولینو او د اسلامي امارت مشر ترمنځ ګډې ناستې په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ ډېرېدو او د خلکو غوښتنو ته د پاملرنې زیاتېدو لپاره مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « لاهم د افغانستان د خلکو دوښمنان په دې هڅه کې دي چې افغانستان کې نا امنۍ او بې ثباتي جوړه کړي. دا د استخباراتو عمومي ریاست یوه دنده ده چې په دې برخه کې زیاتې هڅې او هلې ځلې وکړي، ترڅو افغانستان کې هم تل پاتې سوله تأمین شي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت مشر شیخ هبته‌الله اخندزاده په کندهار کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو له سرپرستانو سره په کتنه کې هم، دوی ته د ښه امنیت د ټینګښت لارښونه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist