Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

د اسلامي امارت رهبر شيخ هبة‌الله اخوندزاده د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې له سوداګرو او صنعتکارانو غوښتي چې د هېواد آبادۍ او پرځان بساينې لپاره هڅې وکړي.

په دې پیغام کې زیاته شوې، په اوسنیو شرایطو کې د خپلواکۍ ساتنه او هر ډول ګواښ پر وړاندې درېدل امکاناتو او اقتصادي پياوړتيا پورې اړه لري.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده ویلي: « زموږ تجاران او صنعتکاران وروڼه باید د وطن د آبادۍ لپاره لا ډېر کوښښ وکړي، ترڅو زموږ وطن خودکفا شي او د نورو له احتیاجه وژغورل شي. که موږ د استقلال او آزادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید پر وړاندې درېدل غواړو، نو په اوس زمانه کې دا ټول امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري. د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت ودې پورې اړه لري. د اسلامي امارت اړوند اقتصادي اروګانونه باید د خپلو تاجرانو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي.»

د اسلامي امارت رهبر په اختریز پیغام کې پر یوالي ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې له موجوده فرصت ګټه واخلي او د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

شیخ هبة‌الله اخوندزاده چارواکو ته لارښوونه کړې چې خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي، غفلت ونه کړي، چارې په خپل وخت او همغږۍ سره ترسره او د یو بل په کارونو کې له مداخلې ډډه وکړي.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده وايي: « د اسلامي امارت ټول امنیتي او ملکي کارکوونکي باید خپلو کارونو ته جدي متوجه وي. د یو بل په کارونو کې له مداخلې ځانونه وساتي؛ ځکه دا د ګډوډۍ، بې اعتمادۍ او خفګان سبب ګرځي. د خلکو خدمت کول عبادت دی او باید ډېره توجه وکړو. د خلکو لپاره کارونه اسانه کړئ. سختي مه کوئ، سهولتونه رامنځته کړئ. وخت مه ضایع کوئ. د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ. د هغوی شکایت او غږ اورئ، ترڅو څوک د چا حق ونه خوري، څوک چا ته ضرر ونه رسوي او هر څوک خپل حق ترلاسه کړي. نظام د خلکو د پلار حیثیت لري؛ باید د یوه پلار په څېر د خلکو خیال وساتئ او د حقونو یې ساتنه وکړئ. د امانتونو څخه یې څارنه او مراقبت وکړئ.»

د اسلامي امارت رهبر د محاکمو قاضیانو ته هم لارښوونه کړې چې د عدالت پربنسټ پریکړې وکړي او د ځواکمن او بې چاره ترمنځ توپیر ونه کړي، د مظلوم د فاع او د ظالم مخنیوی وکړي.

د اسلامي امارت رهبر په دې اړه ویلي: « د اسلامي امارت محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کېږي چې خپل درانه مسوولیت ته په کتو د خلکو حقه حقونو په ترلاسه کولو کې او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف ترمنځ توپیر ونه کړي. له هر چا سره عدالت او مساوي چلن وکړي، د الله تعالی په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري، بلکې جرم ته دې وګوري. د مظوم دفاع دې وکړي د ظالم مخنیوی او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ پرته کوښښ وکړي.»

شیخ هبة‌الله اخوند زاده په دې اختریز پیغام کې د غزې پر مسلمانانو د اسراییلي ځواکونو بریدنه ظلم او انساني جنایت بللی او د دغو بریدونو د ژر درولو غوښتنه یې کړې.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده ویلي: « د فلسطین په غزه او نورو سیمو کې په ښځو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صهيونستانو بریدونه او ظلمونه لاهم روان دي. دا لوی انساني جنایت او سخت ظلم دی. اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو یو ځل بیا خپل حمایت اعلانوي. د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.»

په دې اختریز پیغام کې مخورو او ولسي مشرانو ته هم لارښوونه شوې چې د خپل شرعي نظام، خلکو او هېواد پرګټه دریځ ولري او په خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو او لیکنو کې په دې تړاو د خلکو ښه ذهن جوړونه وکړي او په ټولنه کې د یوالي ساتلو او د فساد د مخنیوي لپاره جدي مبارزه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist